تازه خبرونه

طالبان باید ټنګ ټکور بند نکړي – هنرمندان

Published

on

د افغانستان د میرمنو لومړني ارکستر د سفر مه کوئ یا څه مه اخلئ؛ پرځای دې د خوندیتوب لپاره تلخونه جوړه کړي، چې د برید پرمهال پناه وروړي تر سرلیک لاندې د پیسو راټولولوهڅې پیل کړې دي.

د دې کمپاین په یوه پاڼه کې د ” له زهرې سره همغږي شئ” تر سرلیک لاندې لومړنۍ غوښتنه ” مالي مرسته وکړئ”  تر سترګو کیږي.

په دې پاڼه کې په ډاګه شوې: ” ستاسې مالي مرسته د ډوډۍ خوړلو د تلخونې د جوړولو لپاره لګول کیږي، چې د برید پر مهال د خوندیتوب لپاره وکارول شي “.

د دې تلخونې د جوړولو لګښت ۱۵۰۰۰۰ امریکایي ډالر اټکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه کاله مخکې د زهرې ارکستر کنسرتونو په اروپایي هېوادونو کې ډېر لیدونکي راجلب کړل؛ خو اوس، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی دا سندرغاړي، هنرمندان او نور اړوند لوبغاړي د هېواد اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دي.

د افغانستان د ټنګ ټکور ملي انسټیټیوټ مشر احمد سرمست، چې زهره ارکستر رهبري کوي د انګلستان ډیلي میل ته ویلي؛ مونږ دا (د طالبانو رژیم) مخکې لیدلی دی. ټول ملت د طالبانو په پېر کې  پر چوپتیا محکوم ول او ټنګ ټکور هم بند و.

احمد سرمست ټینګار کړی، چې نه غواړي د طالبانو پېر بیا تکرار شي.

هغه پدې اړه ویلي: د نن ورځې افغانستان د ۱۹۹۶ کاله ډېر بدل شوی دی. په ځانګړي توګه ځوانان، چې له خپلو حقونو خبر دي؛ هیچا ته به د شاتګ اجازه ورنکړي.

د ډیلي میل د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د ټنګ ټکور ملي انسټیټیوټ ۳۵۰ زدکوونکي لري، چې یو پر درې یې نجونې دي.

په دې نجونو کې یوه هم مینا کریمي ده، چې تېر کال بریټانیا ته په سفر تللې وه.

مینا کریمي ويلي، چې هغه او نور زدکوونکي هره ورځ د ولایتونو د سقوط په اړه بحث کوي.

مینا دا هم ویلي، چې ټنګ ټکور ورته ډېر ارزښت لري او د دې هېواد خلک له روانې جګړې وروسته ټنګ ټکور ته اړتیا لري.

دا ارکستر له ۲۰۱۴ کال راپدیخوا درې ځله تر برید لاندې راغلی دی.

د یاد انسټیټوټ مشر احمد سرمست ویلي: مونږ به خپل کار بند نکړو او مونږ به پر خپل ټنګ ټکور له طالبانو سره جګړه وکړو.

د طالبانو د نظام پرمهال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې پر ټنګ ټکور، ټلویزیون، سینما او ټیاټر بندیز لګېدلی و او په دې پېر کې ډېرو هنرمندانو افغانستان پریښود.

که څه هم اوس طالبان ادعا کوي، چې بدل شوي؛ خو دوه اوونۍ مخکې نظرمحمد یا “ځوان خاشه” په کندهار کې د یوه لوبغاړي په توګه او په کابل کې د حکومت د رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال ووژل شول.

Trending

Exit mobile version