تازه خبرونه
طالبان به د افغانستان د ادارې لپاره یوه ۱۲ کسیزه شورا جوړه کړي
طالب مشرتابه ته نږدې سرچینو امریکایي خپرونې فارن پالیسې ته ویلي، چې طالبان به د افغانستان د ادارې لپاره یوه ۱۲ کسیزه شورا جوړه کړي.
د ټولمنلي حکومت جوړېدو لپاره د طالبانو له هڅو سره جوخت اوس فارن پالیسي خپرونې د طالبانو مشرتابه ته د نږدې سرچینو له قوله ویلي چې ټاکل شوې افغانستان د یوې دولس کسیزې شورا لخوا رهبري شي.
سرچینو ویلي؛ دا شورا به د دولت ځینو پخوانیو غړیو ته ځینې وزارتونه په پام کې ونیسي؛ ځکه طالبان هڅه کوي، چې د نړیوالې ټولنې لپاره ټولمنلی پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.
د دې راپور له مخې، په دې شورا کې به د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر، ملا محمد یعقوب عمري او د طالبانو د نورو لوړپوړيو غړي په ګډون خلیل الرحمان حقاني هم غړیتوب ولري.
په راپور کې راغلي؛ طالبان چمتو دي، د ټولمنلي حکومت د جوړېدو لپاره د افغانستان ځینو پخوانیو غړیو ته د خپلې خوښې وړ وزارتونه ورکړي.
ویل شوي، چې عبدالله عبدالله، حامد کرزی او ګلبدین حکمتیار به هم د دې شورا غړیتوب ولري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: مشران مو لګیا دي کار کوي، له بېلابېلو اړخونو سره پر راتلونکي نظام مشورې روانې دي. کله، چې پایلې ته ورسېدو؛ مونږ به د یو نظام لیدونکي شو.
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د مشرتابه غړی سید حفیظ الله نقي وایي: د ټولمنلي او ټولګدونه حکومت د جوړولو لپاره به ملابرادر له خپلو شریکانو همکاري وغواړي.
د شیعه عالمانو شورا هم غواړي، چې طالبان پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا غړی سید حسین عالمي بلخي وایي: ټولمنلي اسلامي نظام رامنځته کول او پراخ بنسټه حکومت د ټولو غوښتنه ده.
لس ورځې کیږي، چې افغانستان سیاسي او قانوني قدرت نلري.
طالبانو ویلي؛ تر هغې، چې امریکا په افغانستان کې پوځي حضور ولري؛ د خپل دولت جوړښت به اعلان نکړي.
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا غړی محمد اکبري وایي: په افغانستان کې دې له ټولو وروڼو قومونو څخه پراخ بنسټه، ټولمنلی او ټولګډونه حکوړمت جوړ شي.
په اوسني حالت کې د طالبانو پر وړاندې د یو ټولمنلي حکومت جوړېدو په لار کې یو خنډ په پنجشېر کې له طالبانو سره د احمد مسعود مخالفت دی. که څه هم د دواړو لوریو تر منځ سیاسي خبرې د دې بندون د حل لپاره دوام لري؛ خو دواړو خواوو د یو او بل پر ضد د پوځي ګام پورته کولو خبرداری هم ورکړی دی.
