تازه خبرونه

طالبان به د ژنیوا په ناسته کې د ګډون فرصت له لاسه ورکړي- اروپايي اتحادیه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۷, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې نوي سفیر ویلي، چې د تاوتریخوالي د زیاتیدو له کبله به طالبان د ژنیو په ناسته کې د ګډون فرصت له لاسه ورکړي.

دغه ناسته له یوې اوونۍ څخه په لږ وخت کې ترسره کیږي او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو برخلیک به په ډاګه کړي.

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې سفیر په دې اړه ویلي: د تاوتریخوالي د لوړې کچې له ډېرولو سره فکر نه کوم، چې د ژنیوا په ناسته کې د طالبانو ګډون یو ښه غوراوی وي. مونږ ټولو فکر کاوه، چې که تاوتریخوالی کم شي د طالبانو لپاره دا ښه فرصت و، چې په کې برخه واخلي او نړۍ ته ځان وښیې؛ خو فکر نه کوم، چې اوس به دا کار وشي.

د اروپايي اتحادیې سفیر له افغان حکومت څخه د تلپاتي ملاتړ په اړه خبرې وکړې؛ خو د مرستو کمیدل یې د کرونا او په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې له ټینګې ژمنې سره هم ونښلاوه.

وان برنت زیاته کړې: د فساد موضوغ باید حل شي او پوره پام ورواړول شي؛ ځکه، چې دا د باور خبره ده. کله، چې مونږ د فساد پروړاندې د مبارزې په اړه غږیږو؛ هېوادوال د هغو مرستو په اړه فکر کوي، چې نړیواله ټولنه ورته اړتیا لري او د باور جوړولو لپاره د خلکو د ګټې لپاره وکارول شي.

د ژنیو دوه ورځنۍ ناسته، چې ټاکل شوې یوه اوونۍ  وروسته تر سره شي؛ د افغانستان حکومت به د سولې ، ښې حکومتوالۍ، له اداري فساد سره د مبارزې او نورو مسلو په اړه راپور ورکړي او نړیواله ټولنه به ورته په پاملرنه  له افغانستان سره خپلې نوې مرستې وغزوي.

Trending

Exit mobile version