تازه خبرونه

طالبان به له سیاسي هوکړې مخکې اوربند ونه مني- خلیلزاد

Published

on

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلي؛  فکر نکوي، چې طالبان به له سیاسي هوکړې مخکې اوربند وکړي.

زلمي خلیل زاد تېره شپه پی بی ایس نیوز ته ویلي:  فکر کوم، چې تاسې برحقه یاست؛ تر هغې، چې سیاسي هوکړه ونشي طالبان به دایمي او هر اړخیز اوربند ونه مني.

خلیلزاد ویلي: مونږ ژمن یو، چې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه یوې هوکړې ته د رسیدو لپاره له دواړو خواوو سره کار وکړو. مونږ به په راتلونکیو څو میاشتو کې د خپلو ځواکونو ۴ یا ۵ زره ته له رسولو وروسته ارزونه وکړو، چې طالبان د خپلو ژمنو د پلي کولو تر کوم ځایه رسیدلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی دا ردوي، چې مستقیما د افغانستان د سولې په خبرو کې دخیل ندی؛ خو ټینګار کوي، چې واشنګتن د داسې یوې هوکړې ملاتړ کوي، چې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د ښځو او لږکیو حقونو ته درناوی وشي.

نوموړی وایي: مونږ د دې خبرو د بریالیتوب لپاره هیڅ وخت ندی ټاکلی، مونږ په مستقیم ډول په مذاکراتو کې دخیل نه یو، دا د افغانانو تر منځ خبرې دي. دوی ونه غوښتل، چې بهرنیان په کې د آسانتیاوو د برابروونکيو او منځګړيو په توګه برخه ولري.

دغه راز د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د ملګرو ملتونو پېنځه اویایمې اسامبلې ته ویلي، هېواد یې د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل مسوولیت په پوره ډول سر ته رسولی دی.

نوموړي ویلي: پاکستان … ډېر خوښ دی، چې د افغانستان د سولې په بهیر کې یې د خپل مسوولیت یوه برخه تر سره کړې ده. افغان مشران باید سولې ته د رسېدو او پخلاینې ته د لاسرسي لپاره  له دې تاریخي فرصت ګټه واخلي.

ټاکل شوې، چې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه د افغانستان د سولې په بهیر کې د سیمه ییزې اجماع پیاوړتیا لپاره پاکستان ته په نږدې راتلوونکیو ورځو کې سفر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د تیلیفوني اړیکې له لارې د دواړو هېوادونو د اړيکو، سولې بهیر او په افغانستان کې د اوربند پر ټينګښت خبرې اترې کړې دي.

Trending

Exit mobile version