تازه خبرونه

طالبان به پر ښځو او نجونو بیا هم بندیزونه ولګوي – راپور

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۵, ۱۴۰۰)

د امریکا د استخباراتو کارپوهانو ویلي، چې که طالبان قدرت ترلاسه کړي؛ نو په افغانستان کې به د ښځو د حقونو په برخه کې رامنځته شوي پرمختګونه خاورې ایرې شي.

د امریکا د استخباراتو شورا د څرګندونو له مخې: که طالبان واک و ځواک ته ورسیږي؛ نو پر ښځو او نجونو بندیزونه به بیا ولګول شي.

د امریکا د استخباراتو یوه شنونکي ویلي: طالبان د ښځو حقونو په اړه پخپل دریځ  کلک درېدلي دي. که واک ته ورسیږي؛ نو دوی به د تېرو دوه لسیزو ډېرې لاسته راوړنې خاورې ایرې کړي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې د ائتلافي ځواکونو له وتلو وروسته د ښځو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي.

د امریکا استخباراتي سروې ښیي، چې (د ښځو حقونو په برخه کې) پرمختګ او کورنی ملاتړ د بهرنيو ځواکونو له برکته دی؛ ځکه، نو وړاندیز کیږي، چې دا (پرمختګونه) به د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له خطر سره مخ شي.

افغان میرمنې هم په تېرو دوه لسیزو کې د خپلو لاسته راوړنو د ساتنې په اړه اندېښنه لري او وايي، چې دا لاسته راوړنې باید په هره بیه وساتل شي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال پر افغان میرمنو له محرم پرته هر راز بندیزونه لګول شوي وه او انځورونه ښیي؛ طالبانو هغه میرمنې وهلې، چې بندیزونو ته یې پام نکاوه.

د جوبایډن د ادارې د اټکل له مخې؛ ښایي ټول بهرني سرتېري د سپټمبر پر ۱۱ نېټه له افغانستان څخه ووځي، خو داسې اندېښنې هم ورسره راپورته شوي، چې په افغانستان کې به کورنۍ جګړه بیا پیل شي.

Trending

Exit mobile version