تازه خبرونه

طالبان به په راتلونکیو څو اوونیو کې د افغان حکومت نوی چوکاټ وړاندې کړي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۰, ۱۴۰۰)

د طالبانو یوه ویاند د شنبې پر ورځ رویټرز ته څرګنده کړې، چې طالبان غواړي په راتلونکیو څو اوونیو کې د افغانستان لپاره د حکومت کولو نوی چوکاټ په ډاګه کړي.

دغه چارواکي رویټرز ته ویلي: د طالبانو حقوقي، مذهبي او د بهرنۍ پالیسۍ څانګوال او متخصصین غواړي په راتلونکیو څو اوونیو کې د حکومتدارۍ نوی چوکاټ وړاندې کړي.

په کابل د طالبانو له واکنمۍ یوه اوونۍ تېریږي، خو اوس هم نوی حکومت ندی جوړ شوی او د نظام بڼه هم په ډاګه شوې نده.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او د طالبانو مرستیال ملا عبدالغني برارد څو ورځې مخکې له قطر څخه کندهار ته راغی؛ خو وروستي راپورونه وايي، چې اوس د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمد الله وثیق کابل ته د ملا برادر د سفر پخلی کړی او وایي؛ د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له یوه لوړ پوړي طالب پلاوي سره تېر ماښام له کندهار څخه پلازمېنې کابل ته رارسیدلی، چې د ټولګډونه حکومت پر جوړښت خبرې او سلا مشورې وکړي.

سیاستوال او ولس له طالب رهبرانو غواړي چې هر څومره زر د نوي حکومت په جوړښت هوکړه وکړي.

پخواني طالب سید اکبر آغا ویلي؛ د حکومت بې برخلیک حالت په هېواد کې یولړ اندېښنې رامنځته کړي دي، چې طالبانو پرې له سیاسیونو سره سلا مشورې پیل کړي د ټولګډونه حکومت پر ژر جوړېدو ټینګار کوي.  

د کابل اوسیدونکي هم وایي، چې د حکومت نشتون خلک اندېښمن کړي او ژر تر ژره باید د یو داسې حکومت پر جوړښت کار پیل شي، چې ټولو ته د منلو وي او هوکړې ته پرې ورسیږي.

خلک وایي، چې طالبان د بهرنیو هېوادونو له مرستو پرته نشي کولی په افغانستان کې حکومت داري روانه وساتي.

Trending

Exit mobile version