تازه خبرونه
طالبان دې تاوتریخوالي پای ته ورسوي – جنرال میلر
په افغانستان کې د ناتو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان د هېواد شمال ولایتونو ته په سفر کې ویلي، چې په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې ښه فرصت دی او طالبان باید له دې فرصت ګټه واخلي.
له دوه اوونیو په لږ وخت کې بلخ ته دا د امنیتي چارواکو درېیم سفر دی.
په دې سفر کې له سکات میلر سره درې امنیتي چارواکي هم مل دي.
جنرال میلر ویلي، په دې سفر کې د شمال او شمال ختیځو ولایتونو امنیتي حالت څېړل کیږي.
نوموړی وایي: مونږ د تاوتریخوالي په اړه خبرې وکړې؛ هڅه مو وکړه، چې ډاډمن شوو او تاوتریخوالی کمی ومومي. افغان ځواکونه د افغانستان د خلکو د امنیت ساتنې مسوولیت لري. مونږ پوهیږو، چې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده او طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي.
د وسلوال پوځ لوی درستیز یاسین ضیا او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري مرستیال ایوب سالنګي ویلي، چې په شمال کې د افغان ځواکونو لاسته راوړنې د یادونې وړ دي او د طالبان زور پرې نه رسیږي.
د فاریاب والي نقیب فایق ویلي؛ د خپل ولایت ستونزې یې له جګپوړیو پوځي چارواکو سره شریکې کړي، چې په ګډه وڅېړل شي.
خو په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان جنرال هیبت الله علیزي ویلي، حالت تر کنترول لاندې دی.
دا سفر په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د پلخمري – مزار او مزار- جوزجان لویو لارو کې جګړه روانه ده، او مسافر هم بند پاتې دي.