تازه خبرونه

طالبان دې د سولې او امنیت په راوستلو کې مرسته وکړي ـ اشرف غنی

Published

on

ولسمشر محمد اشرف غني له وسلوالو طالبانو غوښتي، چې د افغانستان د سولې او امنیت په بهیر کې دې مرسته وکړي.

ولسمشر غني پکتیکا ولایت ته د سفر پرمهال ویلي: طالبان منفي ځواک دی او غواړي د خلکو پر وژلو ځان مطرح کړي.

هغه له طالبانو وغوښتل، چې یو مثبت ځواک شي او یا په ګډه لاسونه یو کړي، چې ټول هېواد ته امنیت راشي.

ولسمشر وایي: ټول خلک سوله غواړي، پرته له سولې پرمختګ ګران دی؛ خو ناممکن ندي. لکه څنګه، چې مو ولیدل مونږ یوه ویجاړه کښتۍ جوړه کړه (مونږ افغانستان جوړ کړ) که جوړ نکړ؟

ولسمشر زیاته کړې: که تاسې ( طالبان) پلان نه لرئ او که تاسې تل داسې شعارونه ورکوئ، چې هیڅ څوک پرې باور نلري؛ آیا داسې څوک شته، چې د دوی په شعارونو باور وکړي؟ ومنه!

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو ويلي؛ دوی ته د اشرف غني د پکتیکا د چارواکو لخوا په جوړوشویو مراسمو کې د ګډون اجازه نده ورکړ شوې.

دوی ویلي، چې دا کړنه د بیان د آزادۍ او د قانون له حاکمیته سرغړونه ده.

یو سیمه ییز خبریال خوشحال رحیم ویلي: مونږ پرېکړه کړې، چې د ځایی چارواکو غونډو ته به له ورتګ او پوښښ ورکولو ډډه وکړي.

په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي د دغې مسلې د څارلو ډاډ څرګند کړی دی.

ښاغلي صدیقي ویلي: د ولسمشر د ویاند دفتر پکتیکا ولایت ته د ولسمشر د سفر پرمهال د خبریالانو د نه شتون له کبله له رامنځته شوې ستونزې خبر دی.

دا په داسې حال کې ده، چې سبا دوشنبه د میزان ۱۴ ولسمشر غني د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ لومړی په کویت کې امیر ته له دعا کولو وروسته قطر ته سفر کوي.

Trending

Exit mobile version