تازه خبرونه

طالبان دې له تاوتریخوالي او نویو غوښتنو ډډه وکړي ـ لاوروف

Published

on

(Last Updated On: کب ۹, ۱۳۹۹)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په یوه خبري ناسته کې له طالبانو غوښتي، چې تاوتریخوالی راکم او له نویو غوښتنو راپورته کولو ډډه وکړي.

لاوروف ویلي؛ روسیه چمتو ده، چې له امریک، چین، پاکستان، هندوستان، ایران او د مرکزي آسیا له هېوادونو سره ګډ کار وکړي، چې افغانستان ته سوله راشي.

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ د امریکا، چین، پاکستان، هند، ایران او د مرکزي آسیا هېوادونو په ګډون له ښکېلو اړخونو سره اړیکې روانې ساتو. دا اړیکې به د خپلمنځي خبرو له بهیر سه مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې همدا د حل یوازنۍ لار ده.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر دغه راز د دوحې تړون پر پلي کیدو ټینګار وکړ او څرګندوي، چې دغه تړون د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک له مخې تصویب شوی دی.

لاوروف په ډاګه کړې: طالبانو ته زمونږ پیغام پټ ندی. مونږ اړتیا لرو، چې طالبان د شخړې له زیاتېدو څخه ډډه وکړي، د مستقیمو خپلمنځی خبرو اترو درناوی وکړي او له نوو غوښتنو راپورته کولو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړې: د طالبانو په ګډون ټولې خواوې باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې ته درناوی وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر اتمر تېره چارشنبه د روسیې پر بلنه مسکو ته د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دې هېواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version