تازه خبرونه

طالبان دې په دوحه کې خپلې پوښتنې او غوښتنې وړاندې کړي – عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۴, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي، چې هر افغان  په ځانګړي توګه میرمنې په هېواد کې د اوربند غوښتنه کوي؛ ځکه ،چې خلک له روانو ځاني زیانونو ستړي شوي دي.

د ملي پخلاینې د عالي شورا په اډانه کې د ښځو کمېټه جوړه شوه؛ د یادې شورا مشر عبدالله عبدالله پر تاوتریخوالي او موخه ییزو بریدونو اندېښنه ښیي او وایي: طالبان باید فکر ونکړي، چې د تاوتریخوالي او موخه ییزو بریدونو د ډېروالي له لارې به واک ته ورسیږي.

عبدالله ټینګار کوي، چې اوس نه دې زور وخت دی نه پر زور د نورو اراده تحمیلیږي او طالبان هم باید دا فکر ونکړي.

دی وایي، چې ډېري پدې باور دي، چې په هېواد کې د ډېرو ترهګریزو او موخه ییزو بریدونو مسوول طالبان دي.

عبدالله عبدالله ټینګار کوي، چې که طالبان د ویلو لپاره خبره او یا د غوښتلو لپاره څه ولري، باید د خبرو په میز کې یې وړاندې کړي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیالې زهره مطهر احمدزۍ څرګنده کړې، چې ټول په ځانګړي توګه ښځې پر ګډ غږ د اوربند غوښتنه لري.

د افغانستان جمهوریت پلوی مرکچي پلاوي له دوه اوونیو ډېر وخت کیږي، چې په دوحه کې له طالب پلاوي سره خبرو ته سترګې پرلاره دی؛ خو طالبان تر اوسه خبرو ته چمتو ندي او دلیل یې هم نه په ډاګه کوي.

Trending

Exit mobile version