تازه خبرونه

طالبان د افغانستان اوسنی نظام د اصلاح وړ نه بولي – سرچینې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱, ۱۳۹۹)

په قطر کې سرچینو ویلي، چې طالبان پربشپړ اسلامي نظام ټینګار کوي او څرګندوي، اوسنی نظام د اصلاح وړ ندی.

د دې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په دوحه کې د سولې خبرو د اجنډا په اړه د طالبانو نه لیوالتیا د سولې خبرو بهیر ډېر ټکنی کړی دی.

په دوحه کې سرچینو زیاته کړې؛ طالبان هڅه کوي له امریکایانو سره د خبرو له لارې خپل پاتې بندیان خوشې کړي او له تور نوملړه دې د دوی نومونو پاک شي.

په دوحه کې د سولې خبرو په بهیر کې مبهم حالت افغانان اندېښمن کړي؛ ځینو سرچینو ویلي، د افغانانو تر منځ د خپلمنځي خبرو له دوه یم پړاو پیلولو وروسته طالبان پر اجنډا د بحث لپاره لیواله ندي.

د جمهوریت پلوي پلاوي د غړیو پر اند په وروستیو ورځو کې د طالبانو د اسلامي نظام غوښتونکي پلاوي لاندې هڅې تر سره کړي:

۱- طالبان د بندیانو پر خلاصون او له تور نوملړه د خپلو مشرانو د نومونو پر ویستو ټینګار کوي؛ خو امریکایانو دا غوښتنه رد کړې او افغان دولت هم له امریکا غوښتي، چې د طالبانو غوښتنه ونه مني.

۲- طالبان په یوه بشپړ اسلامي نظام ټینګار کوي او وایي، چې اوسنی نظام د اصلاح وړ ندی.

۳- داسې ښکاري، چې طالبان په تمه دي امریکایان د جوبایډن د لوړې له مراسمو وروسته ورته څرګنده خبره وکړي.

۴- د ښځینه قاضیانو په ګډون د ملګي وګړیو د وژلو په اړه د طالبانو لید لوری دا دی، چې دا افراد د یوه لاس پوڅي حکومت مزدوران وو او باید ووژل شي او وژنه یې د مخنیوي وړ نده.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتي دفتر غړی سید باقر کاظمي وایي: که طالبان د بې ګناه وګړیو، د مدني ټولنې د غړیو وژنې او ړندو بم اېښودنو لاس وانخلي؛ د دوې د بندیانو د خلاصون مسئله نه، بلکې ژوند یې په اجنډا کې شاملوي.

نوموړي زیاته کړې، چې دولت د خلکو د احساساتو استازیتوب کوي او خلک له مونږ څخه هره شېبه قاطعیت او وضاحت غواړي.

ویل کیږي، چې د دواړو لوریو تر منځ له ناستې وروسته د دولت پلاوي د بیا ځلې ناستې غوښتنه وکړه؛ خو طالبان لیوال ندي. دغه راز د طالب پلاوي او زلمي خلیلزاد تر منځ د ناستې فضا هم ډېره کړکېچنه وه او ښایي د حکومتي پلاوي غړي په راروانو څو ورځو کې خپل ټولیز لید لوری په ډاګه کړي.

Trending

Exit mobile version