تازه خبرونه

طالبان د افغانستان د واقعیت یوه برخه ده – ایران

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۳۹۹)

ایران ته د طالب پلاوي د سفر په اړه تهران ویلي، چې طالبان د افغانستان د اوسني او راتلونکي واقعیت یوه برخه ده، نه ټوله.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده نن (دوشنبه د سلواغې ۱۳) ویلي: د ایران حکومت نه یوازې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره خورا نږدې اړیکې لري، بلکې مونږ هغه دوه هېوادونه یو، چې د ډېرو نوروهېوادونو پرپرتله تل د افغانستان د ملت او دولت له لاسته راوړو ملاتړ کوو.

خطیب زاده زیاته کړې؛ طالبان د افغانستان د اوسني او راتلونکي یوه برخه ده ، نه ټوله.

دغه ایراني ډیپلومات ویلي، چې د طالبانو سیاسي دفتر په دوحه کې دی او دا ډله په رسمي ډول په پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې هڅې لري.  دوی له افغان رسمي حکومت سره مستقیمې خبرې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویان د زیاته کړې، چې تهران ته د طالبانو د سیاسي پلاوي د سفر خبر افغان حکومت ته ورکړ شوی و او په اړه یې ډېر څه تبادله شوې وه.

سعید خطیب زاده ویلي: دا لیدنه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د روانو خبرو په چوکاټ کې تر سره شوې ده.

دغه راز په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي پرون د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره هم وکتل.

ډاکټر ظریف له طالب پلاوي سره په خبرو کې ویلي: د افغانستان پر ښو خلکو ظلم شوی دی او د افغانستان نیواک د افغانستان خلکو ته لوی زیان اړولی دی. زه هیله لرم، چې ستاسې ټولې هڅې به د خلکو د کړاوونو ژر تر ژره پای ته رسیدو او له هغو څخه د خلاصون لپاره وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ډاډ څرګندکړی، چې دا هېواد د طالبانو او حکومت او نورو افغان ډلو ترمنځ د خبرو اترو کوربتوب ته هم چمتوالي لري.

Trending

Exit mobile version