Connect with us

تازه خبرونه

طالبان د افغانستان په کلیو کې د نجونو ښوونځیو ته اجازه ورکوي

خپور شوی

د

Last Updated on: غویی ۱۸, ۱۳۹۹

د طالب جنګیالیو ډېرې خويندې او لوڼې په دې وروستیو کې ښوونځیو ته ځي، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ د دوی په پالیسیو کې د حیرانتیا وړ بدلون ښيي.

د فارن پالیسۍ لخوا د خپوره شوي تحلیلي راپور چاڼیزې برخې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

د طالبانو تر څارنې لاندې د خوست ولایت د لیرې پرتې سیمې  بریخېل خلکو ويلي؛ طالبانو نجونو ته اجازه ورکړې، چې ښوونځیو ته لاړې شي.

د ځایی خلکو د څرکندونو له مخې؛ طالبانو دوی ته ډاډ ورکړی، چې د نجونو له ښوونځیو سره هیڅ راز ستونزه نلري.

د ښوونځي یوه مدیر د فارن پالیسۍ خبري سرچینې ته ویلي: زما ځینې زدکونکې د طالبانو خويندې او خپلوان دي او یا له دغو جنګیالیو سره نږدې اړیکې لري. ډېري دغه جنګیالي زمونږ په کلي کې ژوند نکوي او . دوی جګړه کوي او پټ وي؛ خو دوی خپلوال هڅوي، چې زما ښوونځي ته راشي او زدکړه وکړي.

د دې ښوونځی زدکونکې لطيفې خوستۍ ويلي: زما ورور د طالب جنګيالی دی؛ خو هغه له ښوونځي سره ستونزه نلري. هغه له ما څخه پوهه او زدکړه غواړي.

که مونږ تېر ته وګورو، هغه مهال، چې طالبان په ۱۹۹۰زېږدیز کال کې واک ته ورسیدل؛ نو دوی د پلارواکۍ حکومت پر خلکو وتپه او په ټول هېواد کې یې د ښځو زدکړې ودرولې. سربېره پر دې میرمنو ته د کار کولو اجازه نه وه او له نرینه محرم پرته له کوره یې د وتلو اجازه نه لرله.

د طالبانو د رژیم له رانسکورېدو وروسته؛ هغه مهال، چې امریکا افغانستان ته را ننوته د ښځو حقونه یې په ځانګړي توګه د نجونو زدکړې د بنسټیزو موخو په توګه اعلام شوې، چې دا د هغه مهال په افغان ټولنه کې د ۱۸۰ درجو بدلون ښکارندویه شوه.

اوس، چې امریکا د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې له طالبانو سره د سولې رامنځته کولو هوکړه لاسلیک کړې؛ نو ښکاره ده، چې ډېر ژر یا وروسته به دغه دوی په یو ډول نه یو ډول واک ته راستانه او یا  لږ تر لږه به له حکومت سره په واک کې ګډونوکړي.

په افغانستان کې، چې کله د ښځو د زدکړو خبره کیږي؛ ځینې کتونکي او هڅاندې ډلې په ډاګه کوي، چې طالبان به بیا د ځوانو نجونو او ښځو زدکړې ودروي.

د افغانستان حکومت او د امریکا مذاکره کوونکیو ویلي؛ دا ډول ناکرارۍ به پېښې نشي.   په داسې حال کې، چې د طالبانو مشرتابه د ښځو په کار او د نجونو په زدکړو کې پر اسلامي شریعت ټینګار کوي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شېر محمد عباس ستانکزي په یوه مرکه کې څرګنده کړې، چې مونږ د ښځو د کار او زدکړو مخالف نه یو؛ خو مونږ اسلامي اصول لرو، دلته غرب نه دی.

د یادونې ده، چې په بریخېل سیمه کې ښوونځیو ته د نجونو تګ د دې ښکارندویي کوي، چې د ښځو د کار او ښوونځي مسایل له هغې ډېر پېچلي دي، چې یو شمېر یې فکر کوي؛ خو یوازې د وخت تېریدل به دا معما حل کړي.

تازه خبرونه

د ځانګړو اقتصادي کړیو( زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید شو

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

Published

on

 

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( چارشنبه د لړم شلمه) په ټول هېواد کې د ځانګړو اقتصادي کړیو(زونونو) د جوړولو کاري پلان تائید کړ.

دا زونونه به د امیرالمؤمنین د حکم له مخې په کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار، هرات، پکتیا او کندز ولایتونو کې جوړ شي.

د پلان له مخې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت به له اړوند وزارتونو او ادارو سره پر همغږۍ د دغو زونونو لپاره اړینې ځمکې مشخصې کړي، د اړوند سکټورونو فعالیتونه او اړین چوپړونه به وپېژني او د پانګونې زمینه به برابره کړي.

د ځانګړو اقتصادي زونونو له جوړېدا موخه د نوې پانګونې جذب، د صادراتو او وارداتو ترمنځ د نسبي توازن رامنځته کول او د تولیدي فعالیتونو پراختیا ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د روسیې اقتصادي مرستیال د یو پلاوی پر مشرۍ کابل ته راځي

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

Published

on

 

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی به د پنجشنبې پر ورځ( د لړم یوویشتمه) کابل ته راشي.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرو شویو څرګندونو له مخې، د دغه پلاوي مشري د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوی به له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو د اړوند اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د لوړپوړي پلاوي دغه سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د کابل او مسکو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.

تر اوسه د روسي پلاوي د سفر د اجنډا او له افغان چارواکو سره د لیدنو د جزئیاتو په اړه رسمي معلومات خپاره شوي نه‌دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت سفیر له کویټي چارواکو سره د افغان بندیانو پر وضعیت خبرې وکړې

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

Published

on

 

په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت چارسمبالي محمد شفیق خطیب د دې هېواد د بندیانو چارو ادارې له چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

په کویټ کې د افغانستان سفارت د خبرپاڼې له مخې، محمد شفیق خطیب د یادې ادارې له مرستیال ابوفهد منصور فایز البراک او د حقوقي چارو له مسوول علي عباس سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کویټ کې د افغان بندیانو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

سفارت تر اوسه د دغو خبرو د جزئیاتو او پایلو په اړه نور معلومات  خپاره کړي نه‌دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!