سیمه ییز خبرونه
طالبان د بغلان ولايت په بركه کې له خلكو عشر او ذكات ټولوي
د بغلان چارواكي وايي، تراوسه هم د دغه ولايت د بركې ولسوالۍ په يوه سيمه کې وسلوال طالبان واكمن دي او له خلكو عشر او ذكات ټولوي.
د بركې ولسوال تاج محمد تقوا وايي:
د وسلوالو طالبانو يوه سل کسیزه ډله، چې د دې ولسوالۍ پر تنگي مرچ سيمه واكمنه ده او آزادانه خپل فعاليتونه كوي.
د بغلان د پوليسو وياند احمد جاويد بشارت وايي:
په دې سيمه كې وسلوال طالبان فزيكي حضور نه لري .
د خنجان ولسوالې د پوليسو قوماندان حبيب الله مقصودي وايي د وسلوالو طالبانو يوې ۲۵ كسيزې ډلې غوښتل د شمال د لويې لارې په اوږدو كې د تېلو تانكر وسوځوي، چې د پوليسو له مداخلې وروسته تښتيدلي دي .
ښاغلى مقصودي زیاتوي، وسلوال مخالفين كله كله په دې ولسوالۍ كې په وسلوالو فعاليتونو لاس پورې كوي،خو امنيتي ځواكونویې پلانونه ور شنډ كړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بغلان ولایت ډېرې سیمې د امنیتي ځواکونو له چاڼیزو عملیاتو سره مخ دي.