بی بی سی پښتو

طالبان: غني د جګړې له لارې خپل واک غځوي; امریکا د کابل او ننګرهار بریدونه وغندل

Published

on

Getty Images
داعش د ننګرهار برید مسوولیت منلی دی، چې پکې تر ۲۴ کسان وژل شوي او ۶۸ ټپیان دي

وسلوال طالبان د افغان ولسمشر ولسمشر محمد اشرف غني وروستیو څرګندونو ته ځواب کې وايي، اشرف غني د جګړې له لارې د خپلې واکمنۍ غځول غواړي.

ولسمشر غني د سې شنبې په ورځ( د مۍ ۱۲) په کابل، ننګرهار او لغمان کې له خونړیو بریدونو وروسته په یوه ویډيویي وینا کې وسلوالو ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالت ووځي او د “دوښمن” پر ضد خپل پوځي عملیات بیا پیل کړي.

نوموړي کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو د سې شنبې ورځې بریدونو او د تاوتریخوالي نورو پېښو ته په اشاره وویل، طالبانو او داعش ډلې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بېګناه افغانان او امنیتي کسان وژلي.

خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دا ډله دواړه بریدونه په کلکه غندي چې عام خلک پکې په نښه شوي دي.

نوموړی پر افغان ولسمشر پړه اچوي چې د جګړې له لارې خپله واکمنی غځول غواړي:

“اوس د اسلامي امارت په وړاندې د تعرضي جګړې اعلان ښکاره کوي چې اشرف غني غواړي نور هم خپله واکمني د جګړې په سیوري کې وغځوي”.

طالبان د ولسمشر غني دا خبره هم ردوي، چې دې ډلې د سولې او اوربند په تړاو د افغان حکومت او خلکو د غوښتنو برعکس بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی:

“له کله نه چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ توافقنامه لاسلیک شوې او د ملي او بین المللي جهتونو لخوا تایید شوې، له لومړۍ ورځې د اشرف غني د ادارې لخوا د سولې د پروسې په وړاندې د خنډونو ایجادول پيل شوي دي”.

افغانستان کې وروستیو بریدونو ته د امریکا غبرګون

https://twitter.com/SecPompeo/status/1260297433801789441

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې اعلامیې خپرولو سره کابل او ننګرهار کې وروستي بریدونه غندي او د کابل برید په یادولو سره وايي:

وسلوالو کابل کې د بې پولې ډاکټرانو روغتون سره په برید کې د نوزېږو په ګډون ۱۳ ماشومان، نوې میندې او روغتیاپال ووژل. پر بې ګنا خلکو دا برید نه دا چې د نه بښلو دی، بلکې ډېر سخت بد عمل دی.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د ننګرهار برید هم غندل شوی او ویل شوي چې وسلوال به ورته بریدونو سره بریالي نه شي: “موږ د دواړو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښیو”.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبانو دې بریدونو کې لاس لرل رد کړي او غندلي یې دي او طالبان او افغان حکومت باید په ګډ کار سره د دې بریدونو عاملان عدالت ته را کش کړي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوی چې تلپاتې تاوتریخوالی کم نه شي او د سیاسي هوکړې لپاره پوره پرمختګ ونه شي، افغانستان به له ترهګرۍ زیانګالی وي.

Getty Images
د روغتیايي چارواکو په خبره، کابل کې پر روغتون د برید له امله ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کابل او ننګرهار بریدونه غندي او خپل ټوېټر کې زیاتوي:

“په افغانستان کې د ميندو، زيږيدلو او نازيږيدلو ماشومانو په ضد نننی نه بیانیدونکی تاوتريخوالي او دغه راز د جنازې په مراسمو کې بريد، سختې کړغیړنې کړنې دي”.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما هم د کابل او ننګرهار بریدونه غندلي او قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

Trending

Exit mobile version