تازه خبرونه
طالبان په ۹۹ سلنه بریدونو کې لاس لري – احمد ضیا سراج
د ملي امنیت لوی مشر څرګنده کړې، چې طالبان د نظام پر وړاندې د خلکو د ذهنیتونو د ګدوډولو لپاره د بریدونو مسوولیت پر غاړه نه اخلي.
په هېواد کې د ناامنیو دوام په ځانګړي توګه په پلازمېنه کابل کې چاودنې او موخه ییزو وژنو مشرانو جرګه اړ کړه، چې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی مشر خپلې عمومي ناستې ته را وغواړي.
سناتوران پر امنیتي بنسټونو د نیوکې تر څنګ څرګندوي، چې د ډېري بریدونو عاملین مجهول دي او امنیتي بنسټونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
د ملي امنیت لوی مشر په ډاګه کوي، چې په هېواد کې نهه نوي سلنه بریدونه طالبان کوي او د خلکو ذهنیتونو د اړولو لپاره یې مسوولیت پر غاړه نه اخلي.
د ملي امنیت لوی مشر احمد ضیا سراج وایي؛ له یوه کال راپدیخوا په ټول هېواد کې ۱۸۲۰۰ وسلوال بریدونه تر سره شوي، چې ۹۹ سلنه یې طالبانو کړي او مسوول هم دي او یوه سلنه بریدونه د نورو ډلو لکه داعش تر سره کړي دي. دا، چې دې ډلې د جګړې په ډګرونو کې ماته خوړلې؛ نو خپله ټوله پاملرنه یې د مرکز کابل په ګډون په ښارونو کې موخه ییزو بریدونو او چاودنو ته رااړولې ده.
د کورنیو چارو وزیر هم ویلي؛ طالبانو پر نظام د فشار راوړلو لپاره په ښارونو کې خپل بریدونه ډېر کړي، چې د سولې په خبرو کې ډېر امتیاز تر لاسه کړي.
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي: مونږ په هغه جګړه کې، چې له طالبانو سره یې لرو؛ طالبانو نه یوازې د سولې لار غوره کړې، بلکې غواړې د جګړې له لارې په خبرو کې امتیازات تر لاسه کړي. دوی هڅه کوي، چې پر ښارونو بریدونه ډېر او فشار رامنځته او د ځمکني پرمختګ ترځنګ د بریلو افکارو هڅې هم ولري.
له امنیتي بنسټونو سره په دې ناسته کې د مشرانو جرګې ځينو غړيو ټینګار کړی؛ حکومت مسوولیت لري، چې د چاودنو او بریدونو په کابو کولو کې عملي کړنلارې جوړې او پلې کړي؛ ځکه د دغه راز بریدونو له روان ساتلو سره به د خلکو ژوند د کړکېچ خوا ته ولاړ شي.
