تازه خبرونه

طالبان د سولې په خبرو کې له لجاجته کاراخلي-عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرائیه رييس عبدالله عبدالله طالبان له کینې ډک ګڼي او وايي، چې د سولې په خبرو کې هیڅ نرمښت نه ښيي.

د وزیرانو شورا د دوشنبې د ورځې( د غویی ۲۳) په غونډه کې اجرائيه رييس عبدالله عبدالله، طالبان لجوج او سپین سترګي ونومول او زیاته یې کړه، چې طالبان په هېواد کې پر جګړه تينګار او له نرمښته ډډه کوي.

ښاغلي عبدالله وبلي؛ پر جګړه د طالبانو ټينګار د دې لامل شوی، چې د سولې لپاره هیڅ اساسي ګام پورته نشي.

په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل، چې په روژه کې اوربند وکړي او حکومت هم له طالبانو غوښتنه وکړه، چې دوه اړخیز اوربند ومني؛ خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړ.

اجرائیه رییس ويلي، چې طالبانو له لجاجت څخه کار واخیست او  د روژې په میاشت کې یې اوربند ونکړ.

یو شمېر سیاسي شنونکي پر حکومت نیوکه کوي، چې د جګړې او سولې نوښت او ابتکار په لاس کې نلري.

د افغانستان د حقوقي مطالعاتو د مرکز رييس مسعود ترشتوال وایي؛ تر دې دمه داسې یوه پته نه وینو، چې په هېواد کې سوله رامنځته کړي. له همدې کبله افغانستان ته د جګړې راوړونکي؛ د سولې راوړونکي او تمویلوونکي دي او اړینه ده، چې حکومت ورسره خبرو ته چمتو شي.  

وسلوالو طالبانو په کابل کې د لویې جرګې د وړاندیزونو په غبرګون کې د یوې اعلاميې د خپرولو تر څنګ وویل، چې د روژې په میاشت کې جګړه ډېر ثواب لري. دوی دا ټینګار هم کړی، چې له امریکا سره له هوکړې مخکې د افغانستان له حکومت سره خبرې ناشونې دي.

خبریاله: دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version