تازه خبرونه

طالبان د سولې لپاره رامنځته شوي فرصت له منځه وړي- عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرائیه رييس وسلوال طالبان تورن کړل، چې ګواکې د سولې رامنځته شوی فرصت له منځه وړي او پر جګړه ټينګار یې د جنګي جنایتونو لپاره زمینه برابروي.

سیمې ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خیلیلزاد د اووم پړاو سفر په لړ کې لویدیځو چارواکو بریتانوي رسنیو ته ویلي، چې د امریکا او طالب استازیو خبرې پر نه غوڅيدونکې لانجه اوښتي دي.

تلګراف ورځپاڼې ته دغو چارواکو ویلي، چې دا خبرې؛ ځکه پېچلې شوي، چې طالبان له افغانستان څخه د ټولو نړیوالو سرتېرو پر وتو ټينګار کوي.

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وسلوال طالبان تورنوي، چې د سولې فرصت له منځه وړي.

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وایي، چې طالبان د وینو توییدو او د جګړې د غزیدو مسوولیت پر غاړه اخلي او د سولې فرصت له منځه وړي. دا هغه څه دي، چې خلک به یې په اړه قضاوت وکړي.

د نظر خاوندان وايي؛ طالبانو او امریکا ته په کار دي، چې د سولې په خبرو کې نرمښت وښيي او را منځته شوی فرصت له منځه ولاړ نشي.

سیاسي هڅاند داور نادي ویلي، چې هیلي ورو ورو پر ناهیلۍ بدلیږي او ښکېلو خواوو د سولې په اړه عقلي لار نده نیولې.

پخوانی طالب چارواکي سید اکبر آغا ویلي، چې  امریکا غواړي حکمتیار ته ورته طالبان هم د سولې بهیر ته راواړوي، چې هیڅ ګته او لاسته راوړنه به ونلري؛ خو په دې فکر کې نه بریالي کیږي.

دغه راز د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د افغان سولې په اړه د سیمې د دوه مخي سیاست له کبله نیوکه کړې ده.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان ویلي: ښې خبرې او غوره کنفرانسونه وړاندې کوو؛ خو پایله یې څه ده، مونږ لیدلي، چې په ځینو برخو کې دوه ګونی سیاست کارول کیږي، چې دا د منلو نده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته د خپل اووم سفر په لړ کې پاکستان ته تللی دی. په اسلام آباد کې یې د واشنګتن سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې خلیلزاد پاکستاني چارواکي د سولې په خبرو کې له شویو پرمختګونو خبر کړل.

په پام کې ده، چې زلمی خلیلزاد به بلجیم، آلمان، عربي متحده اماراتو، قطر او افغانستان ته هم سفرونه ولري.

لدې ټولو سره سره امریکايي چارواکي او طالبان هیله من دي، چې دا ځل به د سولې په خبرو کې یوې پایلې ته ورسیږي.

خبریال: شاهپور فرفمند

Trending

Exit mobile version