تازه خبرونه

طالبان باید له افغان دولت سره د سولې خبرو ته حاضر شي- یاماموتو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت د څېړلو تر څنګ ټینګار کړی، چې طالبان باید له افغان دولت سره د سولې خبرو ته حاضر شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د یو شمېر هېوادونو استازي د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کوي او ځینې نور بیا طالبانو ته هم  پیغام لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو وایي، چې افغانستان او ځینې متحدان یې په ځانګړي توګه آلمان او قطر د افغانانو خپلمنځي خبرو ته چمتو کیږي. طالبانو ته زموږ پیغام څرګند دی؛ د مذاکرو میز ته دې راشي او له افغان دولت سره دې مخامخ خبرې وکړي.

پاکستان، چې په افغانستان کې تل د ترهګرۍ پر ملاتړ او تمویل تورنیږي؛ په دې ناسته کې یې استازی وایي، د افغانستان بې ثباتي د ټولې سیمې د بې ثباتي په معنا ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې ملیحه لودي وایي، چې مونږ د افغانستان تر څنګ خپلو سیاسي او اقتصادي موخو ته د رسیدو لپاره ودریږو. که افغانستان کې ثبات نه وي، ټوله آسیا به بې ثباته وي او په افغانستان کې سوله ټولې سیمې ته سوله راوړي.

دغه راز ټاکنې هم  له سولې وروسته کلیدي مساله ده، چې په دې ناسته کې مطرح کیږي او ګډونوالو یې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون غوښتنې، چې ټاکنې رڼې تر سره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی جانتان کوهن وایي؛ زه باوري یم، چې د ټاکنو بهیر هم باید مخته ولاړ شي؛ د امریکا متحده ایالتونه د ټاکنو لپاره خپلې مالي او تخنیکي مرستې برابروي او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون هم غواړو، چې د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز  وایي: د ټولو ننګونو تر څنګ، چې شتون لري؛ مونږ د روان کال د سپتمبر( میزان) ولسمشریزې ټاکنې تر سره کوو، مونږ د تاکنو تر سره کیدو لپاره تخنیکي او امنیتي کارونه پیل کړي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له آریانا نیوز سره په یوه مناظره کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب سوله ده، نه د ولسمشرۍ ټاکنې.

خبریال: روهید اندیشمند

Trending

Exit mobile version