تازه خبرونه

طالبانو انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ پر پوځي بریدونو ګواښلي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د طالبانو نظامي کميسيون خبرداری ورکړی؛ که تر راتلونکې يوې اوونۍ ټول تلويزونونه، سیمه ییز او مرکزي راديوګانې د امنیتي بنسټونو سوداګريزو اعلانونو له خپرولو لاس وانخلي، دوی به يې د استخباراتو د ځالو په توګه وپېژني او بیا به د راتلونکیو بدو پېښو مسوولیت هم د دوی پرغاړه وي.

د طالبانو نظامي کمیسیون دغه له ګواښه ډکه اعلاميه څرګندوي، چې یو شمېر رسنۍ له امنیتي بنسټونو څخه د پيسو اخيستو په بدل کې داسې سوداګريز اعلانونه خپروي، چې د (طالبانو او جهادي ارزښتونو) سپکاوی په کې وي او عام  خلک د طالبانو پر ضد جګړو، پاڅون او بېزارۍ ته لمسوي.

د طالبانو دا هم څرګنده کړې، چې حکومتي بنسټونه  له دغو رسنیو څخه استخباراتي ګټه پورته کوي.

د طالبانو په دې خبرداري کې راغلي، چې که رسنۍ د دغو اعلانونو له خپرولو ډډه ونکړي، د دوی پر مرکزونو سربېره به یې په ولايتونو او مرکزونو کې هم خبریالان او پرسونل هیڅ راز خونديتوب ونلري.

 د رسنیو ملاتړ بنسټونه وایي، هیڅ ډله نشي کولی رسنیو ته حد وټاکي او په وینا یې طالبان دې خپل ګواښ بېرته واخلي.

د افغانستان آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر وایي، چې حکومت د رسنیو او خبریالانو د امنیت ساتونکی دی. که له یوې اوونۍ وروسته کومه ستونزه رامنځته شي؛ نو حکومت ته به د مسوولیت لومړنۍ ګوته ونیول شي.   

که څه هم څو کاله کیږي، چې رسنۍ د امنیتي بنسټونو اړوند اعلانونه خپروي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې طالبان رسنیو ته د دې اعلانونو د دریدو ګواښ کوي او دا ګواښ داسې مهال کیږي، چې د سولې خبرې خپل پنځ(اوج) ته رسیدلې دي.

د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون رییس فهیم دشتي ویلي، چې هیڅ ډله نشي کولی رسنیو ته حد وټاکي؛ ځکه رسنۍ د افغانستان د نافذه قوانینو په چوکات کې هڅې تر سره کوي.

   د چارو څارونکي وايي، چې دغه اعلانونه نه یوازې له تخنيکي پلوه کمزوري دي، بلکې تر ډېره تبليغاتي بڼه لري، چې له واقعتونو سره په کې واټن لیدل کیږي.

Trending

Exit mobile version