تازه خبرونه
طالبان له افغان حکومت سره خبرې نکوي
طالب ویاند سهیل شاهین وایي: کله، چې د نړیوالو شاهدانو په حضور کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي بیا به له افغان جهتونو سره مذاکرات شروع کیږي؛ خو د کابل له ادارې سره د حکومت په حیث خبرې نکیږي.
ولسمشرۍ ویلي، چې د افغانانو تر منځ خبرې طالبانو ته یو ښه فرصت دی او مونږ سولې ته اړتیا لرو.
د دوحې ناستې ته د آریانا نیوز لیږل شوی خبریال زمریالي اباسین د یوشمېر سرچینو له قوله څرګنده کړې؛ د احتمالي اوربند په صورت کې به له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو لومړنۍ جوپه ووځي، چې د یکشنبې پر ورځ پرې خبرې شوې دي.
سیاسي مخکښ حسن حقیار وایي؛ خبرې ښې او چټکې روانې دي او پر ځینو برخو هوکړه هم شوې، چې اوس یې رسنیو ته نه وړاندې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار اته بجې وسلوالو طالبانو د کابل ښار د پل محمود خان په اړوند سیمه کې د یو موتربم پر چاتودنه د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې درې کابل ښاریان وژلي او د یو خصوصي ښوونځي د ۵۱ زدکوونکیو په ګډون یې ۸۴ کسان ټپیان کړي دي.