بلخ @ps
طالبانو د سمنګان د ولایتي شورا غړی له تښتونې وروسته وژلی دی ـ سرچینې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
امنیتي سرچینې، چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي د پېښې پخلی کوي او وایي، چې طالبانو د سمنګان ولایتي شورا د غړي مړی د سمنګان – بغلان پر لویه لار پریښی دی.
دې سرچینې زیاته کړې؛ تر دې دمه له سید حلیم آغا سره مل د نورو څلور کسانو برخلیک، چې د پلخمري د دندغوري د طالبانو په بند کې دي؛ معلومات ندي ترلاسه شوي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي، چې د سید حلیم آغا خپلوانو د نوموړي مړی سمنګان ولایت ته لیږدولی دی.
د سمنګان ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره ورځ د( وږي ۲) سید حلیم آغا او ورسره څلور نور کسان د بغلان ولایت د چشمه شیر له اړوند سیمې تښتولي وه.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.