تازه خبرونه

طالبان د دوحې د نهم پړاو خبرو له پرمختګه خبر ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له امریکایانو سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر ویلي؛ هڅه کوي، چې په روانو خبرو کې د روانې جګړې د پای ته رسیدو ډاډمنې پایلې ته ورسیږو.

له امریکایانو سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي آریانا نیوز ته په خبرو کې ویلي؛ د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسله ډېره مهمه ده، چې پوره پاملرنه غواړي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې څرګنده کړې؛ طالبان نه یوازې په افغانستان کې ، بلکې د نړۍ په هر هېواد کې د ملکي تلفاتو غوښتونکي ندي . زمونږ هیله داده، چې په افغانستان کې دا اوږده جګړه نوره پای ته ورسیږي.

دغه راز په قطرکې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي او ویاند سهیل شاهین په افغانستان کې د امنیت بشپړ ډاډ هم څرګند کړی او وایي، چې د افغانستان د سولې په اړه له امریکایي پلاوي سره په روانو خبرو کې پرمختګ رامنځته شوی او مشورې هم تر سره شوې دي.

د افغانستان حکومت هم دغو خبرو ته هیله من شوی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې لدې خبرو وروسته به د حکومتي پلاوي خبرې رامنځته شي.

که څه هم ښکېل اړخونه له پرمختګونو خبرې کوي؛ خو د روانو خبرو بشپړ جزئیات تر دې دمه په ډاګه شوي ندي.

Trending

Exit mobile version