تازه خبرونه
طالبانو د سولې ولسي حرکت یو غړی وهلی او ډبولی
د دغه حرکت غړي، چې پکتیا ته راغلي وایي؛ د سولې ولسي حرکت غړیو د سولې غوښتنه او د سولې بهیر ولسي کړي دی.
دوی له وسلوالو طالبانو غواړو، چې د دې حرکت غړي نور له تاوتریخوالی سره مخ نشي.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطن دوست آریانا نیوز ته څرګنده کړې؛ د دې حرکت غړي د ټولو افغانانو لپاره د سولې غوښتونکي دي او له هیڅ یوې ډلې سره څانګړی تړاو نلري.
هغه دا هم غواړي، چې نور دې وسلوال طالبان د سولې د ولسي حرکت له غړیو سره زور زیاتی نکوي.
دا لومړی ځل ندی؛ چې له هلمند ولایت څخه د سولې د پیل شوي ولسي حرکت او کاروان غړی په هلمند کې وهل کېږي، بلکې د دوی په خبره له دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د کاروان غړي وسلوالو طالبانو کړولي او ځورولي دي.
خبریال: فریدالله احمدزی