بی بی سی پښتو
طالبانو یوه بله ډله بندیان هم خوشې کړل
وسله والو طالبانو نن ( جمعه اپریل ۱۷) د بندیانو یوه بله شل کسیزه ډله په لغمان ولایت کې خوشې کړه، طالبان وايي دا ډله بندیان یې د لغمان مرکز ته څېرمه یوه سیمه کې خوشې کړي دي.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر یوه بیان کې ادعا کړې چې دا ډله بندیان د افغان حکومت د پوځ او پولیسو سرتیري دي. هغه دغه راز ادعا کړې چې دا کسان یې د مهترلام اړوند غازي بابا سیمه کې خوشې کړي دي.
د لغمان والي محمد اصف ننګ بي بي سي ته وویل دا کسان طالبانو خوشې کړي او په پیل کې به د دوی په اړه له امنیتي او نورو ادارو معلومات غوښتل کیږي چې د کومې ادارې اړوند دي او کنه.
ځايي چارواکي د دې خوشې شویو کسانو په اړه ډېر معلومات نه ورکوي خو وايي دا کسان د افغانستان د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي.
وسله والو طالبانو د تېرې پنجشنبې په ورځ هم د لغمان ولایت علیشنګ او علینګار ولسوالیو کې شل تنه بندیان هم خوشي کړي وو چې، د دوی په وینا، د افغان امنیتي ځواکونو کسان دي. د مالوماتو له مخې ۱۵ کسان په علیشنګ او پنځه تنه نور په علینګار ولسوالۍ کې خوشي شوي دي.
د لغمان والي اصف ننګ ویلي وو، دوی به دا مالوموي چې ایا دا کسان حکومتي بندیان دي که نه.
طالبانو لغمان کې شل تنه نور بندیان هم خوشي کړل
ملي امنیت شورا: سل تنه نور طالب بندیان هم خوشي شول
طالبانو څو ورځې وړاندې د بندیانو لومړۍ شل کسیزه ډله په کندهار ولایت کې خوشې کړې وه او ویلي وو چې هغه کسان هم د افغان پوځ سرتېروي وو.
خو د کندهار د امنیې قومندان تادین خان وروسته د طالبانو دا ادعا رد کړې وه او ویلي یې وو، خوشي شوي ټول کسان ملکیان دي او د افغان پوځ سرتېري پکې نشته.
طالبانو دا څو ډلې بندیان وروسته له هغه خوشې کړل چې افغان حکومت د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې سلګونه طالب زندانیان په وروستیو کې خوشې کړي دي.