تازه خبرونه
طالبانو سږکال د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو پر کارولو خونړي بریدونه وکړل
وسلوالو طالبانو سږکال د امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو په کارولو د دغو ځواکونو پر پوځي مرکزونو پیچلي او خونړي بریدونه وکړل، چې په کې ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي دي.
ملي دفاع وزارت وایي، وسلوالو مخالفینو د ځینو سیمو له نیولو سره پوځي تجهیزات نیولي او له همدې وسایطو څخه په خونړیو بریدونو کې کار اخلي.
په روان کال کې وسلوالو مخالفینو د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر کنډک دوه هاموی تانکونو کارولي، چې پر چاودنو یې ۴۳ کسان وژل شوي، ۹ ټپیان او ۶ ورک دي.
د غزني په اندړ ولسوالۍ کې پر پوځي مرکز هاموې تانک ته چاودنه ورکړ شوې، چې په پېنځه ویشت سرتېري وژل شوي، ۱۰ ټپیان دي. دغه راز ۵ ملکیان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د پکتیا پر امنیه قومندانۍ او د پولیسو د روزنې پر مرکز د هاموې او رنجر موترو په بم بریدونو کې د امنیه قومندان توریالي عبدیاني په ګډون ۲۱ پولیس وژل شوي او ۱۱۰ نور ټپیان دي. په دې برید کې۲۰ ملکیان هم وژل شوي او۱۱۰ نور ټپیان دي.
د بلخ پر شاهین قول اردو د ملي اردو د دوه رنجر موترو په کارولو له ۱۴۰ د ډېرو وژل او۱۵۰ نور ټپیان دي.
وسلوالو مخالفینو په دغه راز بریدونو کې هغه وسایط هم کارولي، چې د ملي اردو او پولیسو اړوند نه دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری په دې اړه وایي، د ملي اردو هغه وسایط، چې اوس له طالبانو سره دي له ۶۰ تر ۷۰ سلنه یې د کندوز او هلمند په جګړو کې تر لاسه کړي دي. که څه هم مونږ هڅه کړې، چې دا وسایط له منځه یوسو؛ خو یوشمېر یې پاتې دي.
د اجرایي ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي، په چاودنو کې د ملي اردو د هاموی او رنجرو موترو کارول د دښمن نوی تاکتیک دی؛ خو د افغانستان حکومت د وسلوالو مخالفینو په له منځه وړلو ټینګار کوي.
امنیتي کارپوهان وایي، امنیتي بنسټونه باید چاڼ شي.
پوځي کارپوه اسدالله ندیم په ډاګه کړې، چې د همغږۍ نشتوالی، بې مسوولیتي، بې پروایي، پلورل او غولول هغه څه دي، چې د ملي اردو تجهیزاتو ته یې د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.
د پنجشنبې په شپه طالبانو د بلخ د چمتال ولسوالۍ د جر کلا په سیمه کې برید کړی او شپږ سیمه ییز پولیس یې وژلي دي.