Connect with us

تازه خبرونه

طالبانو تېره شپه د اجرائیه ریاست سلاکار او د جمعیت غړی وژلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل ښار د ۱۷ امنیتي حوزې د اړوند سیمې پر بوستان سړک طالب وسلوالو د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال او د حزب جمعیت اسلامي وتلی جهادي قومندان له خپل یو ساتونکي سره وژلی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد ویلي، چې رفیع الله ګل افغان تېر ماښام د یادې حوزې د خیرخانې کوتل په اړوند سیمه کې له خپل یو ساتونکي سره وژل شوی او برید کوونکی هم پر تېښته بریالی شوی دی.

د ملي وحدت حکومت د اجرائیه ریاست د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه د دغه ریاست پر سلاکار او د مشرانو جرګې مرستیال الحاج رفیع الله ګل افغان وسلوال برید شوی، چې په کې نوموړي خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

 اجرائیه ریاست امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې د نوموړي وژونکي ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

کورنیو چارو وزارت د پېښې د جزئیاتو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي؛ خو ویل کیږي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړې، چې تېره شپه د کابل ښار د کوتل خبرخانه په اړوند سیمه کې د اجرائیه ریاست سلاکار(رفیع الله ګل) د طالبانو په چریکي برید کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې کابل ښار د ناامنیو ښکار شوی او د دغه ښار د ښاریانو بېلابېلې اندېښې یې راپارولي دي.

تازه خبرونه

د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!