تازه خبرونه

طالب مشران د سولې په خبرو کې خپلواکي نلري ـ د ملي امنیت سلاکار

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۳۹۹)

 د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، چې طالب مشران په خپلو پرېکړو کې خپلواکي نلري او له همدې کبله له وخت سره لوبې کوي.

د هېواد لوړپوړي دفاعي او امنیتي چارواکي د هوایي ځواکونو په قول اردو کې راټول شوي؛ د سولې او جګړې پر بحث سربېره یې د پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو له ځانګړیو ځواکونو راټول شوی ځواک یې هم جوړ کړ.

د ملي امنیت شورا سلاکار ويلي طالبان سوله نه غواړي او پلاوی یې هم د پرېکړو واک نلري.

 د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب څرګنده کړې، چې استخباراتي معلومات ښیي، چې طالبان په را روان پسرلي کې جګړې ته چمتوالی نیسي.

دغه راز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل ویلي؛ طالبانو د سولې  پر ځای جګړه ټاکلې او دوي اړ دي، چې د طالبانو د بریدونو په وړاندې له خلکو دفاع وکړي.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ، د وسلوال پوځ لوی درستیز او د ملي امنیت لوی مشر خبرداری ورکوي، چې که د سولې خبرې نتیجه ورنکړي؛ په ټول هېواد کې جګړې ته بشپړ چمتوالی لري.

په امریکا کې د نوي ولسمشر له راتلو سره تمې دا دي، چې د سولې خبرې به یوې مطلوبې پایلې ته ورسیږي؛ خو افغان ځواکونه وایي، چې که دا خبرې بې پایلې پاتې شي، جګړې ته چمتو دي.

Trending

Exit mobile version