تازه خبرونه

طالب مشر خپلو پلویانو ته پر ظلم نه کولو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۳۹۹)

طالب مشر په یوې اختریزې څرګندونې کې له خپلو پلویانو غوښتي، چې پر خلکو دې ظلم نکوي.

دا له امریکا سره د طالبانو د سولې راوستلو د هوکړې له لاسلیک وروسته د طالب مشر لومړنۍ څرګندونه ده، چې په کې لهتاوتریخوالي او د جګړې امر ندی شوی.

طالب مشر سپارښتنه کړې، چې په دې بحراني شرایطو کې دې پرخلکو ترحم، شفقت او مهرباني ولري  او د ځورولو، ظلم او تکبر لامل نشي.

هغه ټینګار وکړ، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به کومه انحصاري پالیسي ونلري او د ټولو نرینه وو، ښځینه وو په ګډون د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي کیږي.

د طالبانو مشر له امریکا غوښتي؛ د سولې راوستلو لاسلیک شوې هوکړه دې پلي کړي او هیچاته دې اجازه نه ورکوي، چې د پلي کیدلو مخه یې ونیسي.

هغه دا هم څرګنده کړې: راځئ د همدې هوکړې پر بنست مخ ته ولاړ شو، چې ستاسو د قواوو وتلو او په افغانستان او سیمه کې سولې او آرامۍ ته زمینه برابره شي.

د طالب مشر په دې اختر پیغام کې د اختر پرمهال د اوربند یادونه نده شوې.

دا اختریز پیغام په داسې مهال خپریږيو چې د افغانستان د سولې استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سولې خبرو د په ټپه ولاړ خالت د ماتولو لپاره خپل سفر پیل کړی دی.

Trending

Exit mobile version