تازه خبرونه
طالب پلاوی د پاکستان له سفره قطر ته ستون شوی
طالبانو ویلي، چې پاکستان ته په رسمي بلنه تلی پلاوی یې قطر ته راستون شوی دی.
د طالبانو یوه غړي اسوشیتید پریس ته منلې، چې د طالب پلاوي راستنیدل ښایي د حپلمنځي خبرو اترو پر لوري یو ګام وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فریدون خوځون طالبان تورن کړي، چې د سولې بهیر یې یرغمل نیولي دي.
خوزون وایي: د بندیانو د خوشې کولو بهیر بشپړه شوې او د خبرو ځنډولو لپاره بله هیڅ پلمه نشته او طالبان تراوسه خبرو اترو ته چمتو ندي.
د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو دغه پلاوي تېره میاشت پاکستان ته سفر کړی و او له حکومتي چارواکو سره یې د سولې په ګډون هر اړخیزې خبرې دي.
د اسوشیتید پریس د څرګندونو له مخې؛ پاکستانيو چارواکو طالبانو ته ویلي، چې ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ خبرې پیل کړي.
په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له دواړو لوریو غوښتي، چې خبرې پیل کړي؛ ځکه، چې له سیاسي هوکړې پرته د افغانستان د ۱۹ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره بله لار نشته.