لوبی

ظاهر اسد‌کابل، زیتون‌کابل او سعادت‌نیمروز، شمس‌هرات؛ مات کړل

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۳۰, ۱۴۰۱

د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوه‌یم پړاو سیالیو د دوه‌یمې اوونۍ په لومړۍ لوبه کې د ظاهر اسدکابل لوبډلې د زیتون‌کابل لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه او د دوه‌یم ځل لپاره یې د ۶ نمرو پر توپیر بریا خپله کړه.

دغه ماښامنۍ لوبه د شنبې پر ورځ (د سلواغې ۲۹ ) د افغانستان فوتبال فدراسیون په جمنازیوم کې ترسره شوه.

د افغانستان فوتسال غوره لیګ د دوه‌یم پړاو د دوه‌یمې اوونۍ په دوه‌یمه لوبه کې سعادت نیمروز لوبډلې پر زړه راکښونکې لوبې ۱۲ د ۵ پر توپیر شمش هرات د بریا مخه ونیوله او د ۶ نمرو پر توپیر یې دوه‌یمه بریا هم خپله کړه.

د افغانستان فوتسال غوره لیګ په دوه‌یم پړاو کې ۱۰ لوبډلې( سعادت نیمروز، زیتون کابل، ظاهر اسد کابل، سرپل باستان، اتحاد هرات، جوانان خراسان بغلان، عصر جدید‌غزني، پیروزي‌پنجشیر، صداقت‌کابل او شمس‌هرات) ونډه لري.

دا سیالۍ په ژوندۍ او انحصاري بڼه آریانا تلویزیون خپروي.

Trending

Exit mobile version