تازه خبرونه

اسلامي امارت په تېر کال کې له نړۍ سره د اړیکو عادي کولو ته پراخې هڅې کړي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۱)

د افغانستان اسلامي امارت دیپلوماتیک نظام په تېرو دولس میاشتو کې له سیمې او نړۍ سره د سیاسي اړیکو د نوي فصل د پرانستلو لپاره پراخې هڅې کړې دي.

که څه هم دې هڅو تر اوسه کوم هېواد نه دی اړ کړی، چې اسلامي امارت پر رسمیت وبېزني؛ خو د سیمې او نړۍ په ځینو هېوادونو کې د اسلامي امارت بیرغ پورته شوی دا هېوادونه په کابل کې سفارتونه لري.

روسیه، چین، ترکیه، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قطر او عربي متحده امارات هغه هېوادونه دي، چې په افغانستان کې یې سفارتونه پرانستي او د اسلامي امارت سفارتونه هم په دغو هېوادونو کې فعال دي.

له تاجکستان پرته د افغانستان د نږدې ټولو ګاونډیانو پیغامونه له ترهګرۍ سره د مبارزې، بشري حقونو او حاکمیت په برخه کې هراړخیز دي، چې تر ډېره د امریکا له ګټو سره سمون خوري.

په تېرو دولس میاشتو کې د اروپايي هېوادونو سیاسي نمایندګي یوازې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره فعالې دي. هند هم په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره یوه تخنیکي ډله لري.

د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي ويلي، چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو هيلو او ګټو ته درناوى لري او په بدل کې يې له اسلامي امارت سره د ورته تعامل غوښتنه کوي.

دا هیله څو ځله د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم څرګنده کړې، چې اسلامي امارت متوازن او پر اقتصاد راڅرخېدونکی بهرنی سیاست لري او غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولري.

په تېرو کال کې د سیمې او نړۍ هېوادونو هم د افغانستان په اړه غونډې جوړې کړېي؛ خو په ډېرو دغو غونډو کې د اسلامي امارت هیڅ استازی نه و.

دغه راز څو اوونۍ مخکې په تاشکند کې د اروپا د امنیت او همکارۍ ټولنې په ګډه غونډه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره د یوې بین الافغاني مذاکراتي ډلې د جوړولو وړاندیز وکړ.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم ورته څرګندونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان باید د نړۍ پر کچه په سیاسي انزوا کې پاتې نه‌شي.

 نړۍ په تېره بيا ناتو، امريکا او لویديځو هېوادونو له تېر یو کال راپدیخوا د افغانستان په اړه روښانه او مشخصه تګلاره نه درلوده او دې هېوادونو له افغانستان سره د څو اړخيزې ديپلوماسۍ له لارې معامله ونه کړه او په دې برخه کې کومه سياسي اجماع هم رامنځته نه شوه؟!

د نړیوالو اړیکو کارپوه عزیز بارز په دې اړه وايي: زمونږ یو شمېر ګاونډیان د خپلو ګټو پر بنسټ د تعامل غوښتونکي دي. د اروپایی هېوادونو یو سفیر ویلي، چې د نړۍ تعامل له طالبانو (اسلامی امارت) سره په منفی توګه روان دی.

اسلامي امارت هیله لري، چې په نوي لمریز لېږدیز کال کې به د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې سیاسي اړیکې نورې هم پیاوړې او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي.

Trending

Exit mobile version