تازه خبرونه

عاید نلرونکي حکومتي شرکتونه به په نورو اغېزمنو دولتي ادارو کې مدغم شي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۸, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت مسوولینو ویلي؛ هغه دولتي شرکتونه، چې اغېزمن ندي او یوازې عاید یې خپل لګښتونه پوره کوي، په نورو دولتي ادارو کې به مدغم شي.

د رییس الوزرا دوه یم مرستیال عبدالسلام حنفي د یکشنبې پر ورځ د تلې ۱۷) د پُست د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت د نورو بنستونو ترڅنګ افغان پوست شرکت ته د وړتیا لوړولو او پراختیا لپاره ډېره پاملرنه کړې ده.

نوموړی وایي: هغه شرکتونه، چې ملت ته ګټه نه رسوي؛ نور به وجود ونلري. مونږ هغه شرکتونه مدغموو کوو، چې هیڅ عاید نلري او عاید یې یوازې له معاشونو سره مساوي دي.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان د نړیوال پست د یوه فعال غړي په توګه باید د نړۍ له کاروانه وروسته پاتې نشي.

دغه راز افغان پوست شرکت ژمن دی، چې د هېواد دننه او بهر چټک، خوندي او محرمانه توګه سم پُستي خدمات وړاندې کړې.

د افغان پُست شرکت رییس رحمت الله مکي وايي: افغان پُست یو دولتي شرکت دی او په راتلونکي کې د دغه شرکت د وړتیا لوړولو لپاره ښه پلانونه لري.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر نجیب الله حقاني ویلي، چې د اترا ادارې د هغو پُستي شرکتونو د جواز او قانوني کولو کار پیل کړی، چې په غیرقانوني توګه هڅې تر سره کوي.

نجیب الله حقاني وایي: ټول شرکتونه باید وڅېړل شي؛ هر هغه شرکت، چې پُستي خدمات وړاندې کوي باید مخابراتي جواز ولري. کله، چې دا اجازه وي، باور رامنځته کیږي.

د افغان پُست شرکت د څرګندونو له مخې؛ اوسمهال په کابل هوایي ډګر کې ۲۵، ۵ ښاري، په ۳۴ ولایتونو کې ۳۴ او په هېواد کې ۳۷۲ سیمه ییزې پُستخونې هڅې ترسره کوي.

Trending

Exit mobile version