سیمه ییز خبرونه

عبدالرشيد راشد د سترې محکمې د سرپرست په توگه وټاکل شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغان ولسمشرغني احمدزي په فرمان عبدالرشيد راشد د افغانستان د سترې محکمې د سرپرست په توگه ټاکل شوی دى.

د پنجشنبې په ورځ(د لړم لومړۍ) د سترې محکمې پخواني ريیس پوهاند عبدالسلام عظيمې له دې دندې استعفا وکړه او له لږ ځنډ وروسته یې په ځای ښاغلی راشد وټاکل شو.

د ښاغلي عظیمي د استعفا لپاره په ارگ کې ځانگړي مراسم جوړ شوي ول، چې ولسمشر احمدزی او د ملي یووالي د حکومت ځینې نورولوړپوړیو چارواکو په کې برخه اخیستې وه.

ښاغلي احمدزي وویل: ”’ ویاړم، چې په هېواد کې د قانون د حاکمیت او عدالت د پلی کولو په اړه د پوهاند عبدالسلام عظیمي د خدمتونو ستاینه کوم”.

ښاغلى راشد له دې وړاندې د سترې محکمې د پوځي، کورني او بهرني امنيت د ديوان د مسوول په توگه دنده ترسره کړې ده.په ١٣٨٣ل کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري د سترې محکمې د عالى شورا د غړي په توگه وپېژندل شو او د ولسي جرگې باور يې ترلاسه کړ.

نوموړی په ١٣٢٠ل کال په بغلان ولايت کې زېږېدلى او د کابل پوهنتون د شريعاتو له پوهنځي فارغ شوی دی .

هغه د نورو زده کړو لپاره امريکا ته تللى او د جورج واشنگتن په پوهنتون کې يې لوړې زده کړې دي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د یوې میاشتې دننه بايد د قضايي قوې مشر وټاکل شي .

ښاغلى راشد په داسې مهال کې د دې څوکۍ د سرپرست په توگه غوره شوی، چې ولسمشر احمدزي په عدلي او قضايي اورگانونو کې د فساد د له منځه وړلو ژمنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version