تازه خبرونه
عبدالغني برادر د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر سره وکتل
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال له ترکي چارواکو سره د خپلو کتنو په لړ کې د دغه هېواد د سوداګرۍ له وزیر سره وکتل.
د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې؛ د ترکیې د سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او ترکي پانګوال یې وهڅول، چې په افغانستان کې په ګډه پانګونه وکړي.
د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې عبدالغني برادر د سوداګرۍ، پانګونې، سیمهییز اتصال او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز د بیا پرانستلو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز څرګنده شوې، چې: په دې غونډه کې عبدالغني برادر د سوداګرۍ د پراختیا، په صنعتي پارکونو کې د پانګونې او پراختیا په اړه خبرې وکړې. د کوچنیو او منځنیو کارونو پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز بیا پرانستل، د نندارتونونو پرانیستل، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونې ترمنځ ګډې همکارۍ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې خونې جوړول او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو لهخوا د پانګونې پر زیاتولو هر اړخیزې خبرې وشوې.
په دې اعلامیه کې دا ټینګار هم راغلی، چې؛ په دې کتنه کې د ترکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې په ګډه کار کوي او ترکي پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
دغه راز ويلي شوي، چې په افغانستان کې د پانګونې ډېر فرصتونه شته دي.
د اقتصادي چارو کارپوهانو ويلي؛ اقتصادي او سوداګریزې خبرې اترې کولی شي د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل شي.
عبدالغني برادر له څو ورځو راپدیخوا د ترکیې په استانبول کې دی او له ترکي چارواکو، پانګوالو او د افغانستان له سوداګرو او پانګوالو سره یې د اقتصاد په اړه غونډې او خبرې کړې دي.
د ریاست الوزراء مطبوعاتي دفتر ويلي؛ په دغو ناستو کې برادر پر اقتصادي مسایلو سربېره په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونو پر رامنځته کولو هم خبرې کړې دي.
