Connect with us

تازه خبرونه

عبدالله: امینتي ادارو دوه کاله مخکې د ملا عمر د مړینې خبر ورکړی و

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

vlcsnap-2015-08-03-20h19m43s127

د وسلوالو طالبانو رهبر ملا محمد عمر چې دوه نیم کاله مخکې مړ شوی، د هغه د مړینې په هکله افغان حکومتي چارواکي ضد او نقیض څرګندونې کوي.

د حکومت اجرايي رییس- ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې امنیتي بنسټونو دوه کاله مخکې دوی ته خبر ورکړ چې ملا عمر مړ شوی دی:

په پایله کې دا خبر عام شو او د ټولو له خوا د تایید وړ وګرځېد؛ په داسې حال کې چې افغان حکومت په دې اړه له پخوا نه خبر ورکړی و.

ښاغلی عبدالله پوښتنه کوي او وايي؛ که افغان حکومتي چارواکي د ملا عمر په مړینه خبر وو، نو دوی د چا په آدرس له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې کولې؟ او چا له دغه حالت څخه ناوړه استفاده کوله:

دې کار په نړیواله او ملي کچه زیاتې پوښتنې راولاړې کړي دي چې جګړه تر کوم نامه لاندې روانه وه او د سولې خبرې اترې د چا په استازیتوب ترسره کېدې؟ هغو کسانو چې د ملا محمد عمر په استازیتوب یې د سولې په خبرو کې ګډون کاوه او هغه چا چې د سولې خبرو اترو ته لاره هواروله؛ دې کار ډېرې پوښتنې راولاړې کړي دي.

د ملا عمر د مړینې په هکله دا لومړۍ ضد او نقیض څرګندونې نه دي، ځکه چارواکي د ملا عمر په مړینه خبر وو، نو افغان ولسمشر په کوم د لیل د اختر په مناسبت د ملا عمر په نوم د خپرې شوې اعلاميې هرکلی وکړ:

vlcsnap-2015-08-03-20h19m51s197

افغان ولسمشر – محمد اشرف غني:

زه د طالبانو له مشر ملا محمد عمر اخوند څخه مننه کوم چې د اختر په مناسبت یې اعلامیه خپره کړې او خبرې اترې یې هدف ته د رسیدو اساسي لار ګڼلې. د طالبانو مساله له نورو سره توپیر لري.

د ملا محمد عمر د مړینې په رپوټونه په داسې حال کې خپاره شول چې افغان دولت او وسلوالو طالبانو د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې پیل کړې وې.

په همدې وخت کې ویل کیږي چې حقاني هم مړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې په لومړي پړاو خبرو کې د ملا عمر د استازو تر څنګ د حقاني شبکې استازي هم ګډون کړی وو.

Advertisement

تازه خبرونه

د روسیې ولسمشر د کابل او مسکو پر نږدې اړیکو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

 ولادیمیر پوتین د سنټ پیټرزبورګ نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته ویلي، چې په افغانستان کې اسلامي امارت واکمن دی او دا حقیقت باید درک شي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي؛ مونږ تل په دې باور یوو، چې باید واقعیت ومنو. طالبان په افغانستان کې واک لري. مونږ باید د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې کړو.

پوتین زیاته کړې، چې د روسیې او ازبکستان لپاره په افغانستان کې ثبات تر اقتصادي فرصتونو ډېر مهم دی؛ خو دی له اسلامي امارت غواړي، چې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو په اړه خپلې ژمنې پوره کړي.

ولادمیر پوتین وایي: زمونږ او ازبکستان لپاره، په افغانستان کې امنیت او ثبات له اقتصادي فرصتونو څخه ډېر مهم دی. طالبان باید د ټولګډونه حکومتوالۍ په خورا حساسه موضوع کې د ټولو توکمونو او سیاسي ډلو په ګډون خپلې ژمنې پوره کړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولنې پر کچه لوی موضوعات هم باید حل شي.

په څه کم دوه اوونیو کې د روسیې حکومتي چارواکو په بېلابېلو کچو د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

له دې مخکې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي وه، چې مسکو غواړي د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم لرې کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې ویلي، چې اسلامي امارت نور د روسیې دښمن نه ګڼل کیږي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له روسیې سره د اړیکو له پراختیا هرکلی کوي او څرګندوي، چې افغانستان له ټولو هېوادونو سره د متوازنې پالیسۍ په چوکاټ کې ښې اړیکې غواړي.

له ۲۰۰۳ کال راپدیخوا روسیې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو په نوملړ کې شامل کړ؛ خو په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمیدو وروسته په څه کم درې کلونو کې روسیې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ټینګې کړي او تر څنګ یې د اسلامي امارت  ډیپلوماټان هم ومنل.

Continue Reading

تازه خبرونه

متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني سفر امریکا غبرګون ته اړ کړه

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي سراج الدین حقاني د سفر په اړه غبرګون ښودلی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر وايي، هېوادونه باید د اسلامي امارت د چارواکو د سفر بندیز ته درناوی وکړي.

میلر د چارشنبې پر ورځ ( د غبرګولي شپاړلسمه ) ابوظبۍ ته د سراج الدین حقاني د سفر په اړه ویلي؛ هېوادونه باید د اسلامي امارت د ځینو هغو چارواکو د سفر اجازه واخلي، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې دي.

هغه زیاته کړې، چې دا اجازه د سفر د معافیت ترلاسه کولو پروسې له لارې، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمیټې په ۱۹۸۸ ز. کال پرېکړه کې ځانګړې شوې؛ ترلاسه کیږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید دغه بهیر رعایت کړي.

حقاني د سې شنبې پر ورځ ( د غبرګولي پېنځلسمه) ابوظبۍ ته په سفر ولاړ او هلته یې د متحده عربي اماراتو د امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان په ګډون له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې د دغې غونډې په اړه لیکلي، چې دواړو لوریو د دوه اړخیزو ګټو د خوندي کولو او د سیمې د ثبات لپاره د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

سراج الدین حقاني او د متحده عربي اماراتو چارواکو په څو برخو کې هوکړې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني متحده عربي اماراتو ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره د اړیکو پر پیاوړتیا او یو لړ موضوعاتو خبرې او هوکړې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، چې سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره په کتنه کې له امنیتي بنسټونو سره په روغتیا او ودانیزو چارو کې د دغه هېواد د مرستې غوښتنه وکړه.

مجاهد ویلي، چې متحده عربي اماراتو ژمنه کړې، چې د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو مدیریت په ډیجیټل کولو کې به مرسته کوي.

نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې حقاني د متحده عربي اماراتو له یو شمېر چارواکو سره خبرې کړې او په متحده عربي اماراتو کې د افغان بندیانو د خلاصون په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې د دې هېواد هوکړه لیکونه ترلاسه کړي دي.

هغه ویلي، د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اړیکو ټینګول، د کورنیو چارو په وزارت کې د ترافیکو مدیریت ډیجیټل کول، افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې اسانتیاوې هغه څه دي، چې دواړو لوریو پرې هوکړه وکړه.

مجاهد د متحده عربي اماراتو چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې افغانستان امن شوی او په افغانستان کې د اوسني امنیت او ثبات ملاتړ کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د افغانستان په بیارغونه او پانګونه کې به د حکومت تر څنګ اماراتي شرکتونو هم ونډه ولري.

 

سراج الدین حقاني د سې شنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو ته ولاړ او هلته یې په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو له لومړي وزیر محمد بن زاید بن سلطان آل نهیان سره وکتل.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!