تازه خبرونه
عبدالله د سولې په خبرو کې د افغان مشرانو پر یووالي ټینګار کړی
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پرون (شنبه د غویی ۱۱) څرګنده کړې، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یوه لویه ننګونه ده؛ خو د ژوندانه د پای معنی نلري.
اسوشیټیډ پریس سره په مرکه کې عبدالله ویلي، چې د افغان حکومت مشران باید متحد او د سولې پر بهیر ټینګار وکړي.
نوموړي په دې اړه ویلي؛ زه دا (وتل) د خپلو خلکو لپاره د نړۍ پای نګورم. زه وایم، چې دا به یوه لویه ننګونه وي. زه فکر کوم، چې مونږ ټول باید سولې ته پر رسیدو ټینګار وکړو.
عبدالله عبدالله ويلي، چې د طالبانو د سولې پر اراده شک لري؛ خو ټینګار یې وکړ، چې ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.
هغه وایي: مونږ چمتو یو، چې د طالبانو پر غوښتنو او پوښتنو بحث او خبرې وکړو. مونږ د داسې لارو موندلو لپاره چمتو یو، چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي.
عبدالله ومنله، چې طالبانو ورسره لیکنۍ او نالیکني اړیکې درلودې؛ خو زیاتوي، چې طالبانو تر اوسه سولې ته ژمنتیا نده ښودلې.
عبدالله وایي: ټولګډونه سیاسي حل هغه څه دي، چې هرڅوک پرې باور لري. خدای مه کړه که امن نه وي هیڅوک نشي کولی د افغانستان وروستي تاریخ هیر کړي. له دې کبله ټول باید هڅه وکړي د وتلو د پایلو په کمولو کې ونډه واخلي.
