تازه خبرونه

عبدالله د هند د ملي امنیت له سلاکار سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۶, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالی شورا مشر داکتر عبدالله عبدالله نن چارشنبه د روان ۱۳۹۹ لمریز لیږدیز کال د تلې پر  ۱۶مازیګر مهال په نوي دیلي کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دوول سره وکتل.

په دې لیدنه کې د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله نه یوازې د هند له روانو همکاریو او د سولې له هڅو مننه کړې، بلکې د دوحې د خبرو او هڅو له روښانه انځوره یې خبر کړ او په دې  اړه یې ترې د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

د هند د ملي امنیت سلاکار د ملي پخلاینې عالي شورا له مشره د مننې تر څنګ په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ کړی او وایي؛ هر هغه څه، چې د سولې په بحث کې د افغانانو لپاره د منلو وړ دي هندوستان هم ترې ملاتړ کوي.

هغه ټینګار کړی، چې هند د خپلواک، آزاد، دیموکراتیک، خوندي او با ثباته افغانستان ملاتړ کوي او هیله من دی، چې ترهګرې ډلې په کې هڅې ونلري.

Trending

Exit mobile version