تازه خبرونه
عبدالله عبدالله پر ټاکلي وخت د سولې خبرو د دوه یم پړاو پر پیلولو ټینګار څرګند کړ
د ملي پخلاینې عالی شورا مشرعبدالله عبدالله د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۶) د دغې شورا په دوه یمه ناسته کې تائید کړه، چې د سولې دوه یم پړاو خبرې به د جنورۍ پر پېنځمه بیا پیل شي.
هغه ونه ویل، چې خبرې به چېر ترسره شي؛ خو څرګندوي، چې د خبرو ځای باید خنډ نه وي.
طالبانو د خبرو د دوه یم پړاو په اړه ویلي، چې د دوحې د هوکړې له مخې دوه یم پړاو خبرې په دوحه کې تر سره کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اوونیو کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په ګډون د یوشمېر سیاسي شخصیتونو لخوا غوښتنې وشوې، چې د سولې خیرو دوه یم پړاو خبرې دې د قطر پر ځای په افغانستان کې د ننه تر سره شي.
حکومتي چارواکو ویلي، چې خبرې د افغانانو ترمنځ دي او له همدې کبله باید دننه په افغانستان کې ترسره شي. په هرصورت ، تر دې دمه هیڅ داسې نښه نده رامنځته شوې، چې آیا دا خبرې به په دوحه کې دوام ولري یا دا، چې دوی به نوي ځای ته ولیږدول شي.
عبدالله عبدالله د شنبې پر ورځ ویلي، چې د خبرو ډلې به د ملي پخلاینې عالی شورا او په ځانګړي توګه د مشرتابه کمیټې ته راپور ورکوي.
نوموړي زیاته کړې؛ تاسې د افغانستان د جمهوریت استازیتوب کوئ او له طالبانو سره خبرو اترو ته ور دننه شئ او د اجندا پر ټولو موضوعاتو خبرې وکړئ. تاسې باید څرګنده کړئ، چې سوله د جمهوري دولت لپاره لومړیتوب دی.
عبدالله عبدالله په دې ناسته کې د سیاسیونو له ګډون مننه کړې او وایي، چې دا کار د دوی د یوالي ښکارندویي کوي.
په دې ناسته کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون نورو مشهورو شخصیتونو هم ویناوې وکړې.
کرزي ویلي، چې د خبرو پلاوي ښه دنده ترسره کړې او دا ټینګار یې څرګند کړ، چې افغانان سولې ته اړتیا لري.
امرالله صالح په دې ناسته کې وویل، چې د افغانستان جګړه خورا پېچلې ده او د بهرنيانو نفوذ په کې د افغانانو پر پرتله ډېر دی.
هغه ویلي؛ د مشرانو، مخکښانو او ژورنالیستانو وژنه د سولې بهیر مخه نشي نیولی او نه یې تر اغېز لاندې راوستلی شي.
دا د ملي پخلاینې شورا د مشرتابه دوه یمه رسمي ناسته، چې لومړۍ ناسته یې د ولسمشر غني په مشرۍ د مرغومي پر ۱۵ تر سره شوې ده.
