تازه خبرونه

عبدالله عبدالله په ایران کې د دغه هېواد له مشرانو سره ولیدل

Published

on

د افغانستان د پخلاینې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله ایران ته په خپل دوه ورځني سفر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او د ولسي جرګې له مشر سره د افغان سولې پر بهیر خبرې کړې دي.

ګاونډ هېوادونو ته د سفرونو په لړ کې ښاغلی عبدالله عبدالله نن سهار ایران ته رسېدلی، چې د افغانستان د سولې په ټینګښت کې یې رول اغېزناک ګڼل کیږي.

عبدالله په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د ایران رول اغېزناک بولي او ټاکل شوې، چې له ولسمشر حسن روحاني او ځینو نورو ایراني سیاسیونو سره به هم د افغان سولې په اړه بحث او خبرې وکړي.

عبدالله تهران ته له رسېدو سره سم د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او د ولسی جرګې له مشر سره کتلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

د ملي پخلاینې عالي شورا د رسنیو مسوول مجیب الرحمان رحیمي ویلي؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې داکتر عبدالله ته د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا  لوړپوړي سلاکار نصرالله ارسلایي ویلي؛ ایران له امریکا سره د اختلافونو په دلیل په ځلونو د سولې په بهیر کې د واشنګتن پر رول او مشرۍ نیوکې کړي دي او څو ځله یې د طالب استازیو سره د ناستو کوربتوب هم کړی دی.

عبدالله عبدالله په داسې حال کې ایران ته سفر کوي، چې امریکا دا هېواد د افغانستان د سولې بهیر پر تخریبولو او ناکامولو تورن کړی دی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې زلمي خلیلزاد ویلي؛ ایران د افغانستان په جګړه کې د امریکا ښکېلتیا غواړي، چې د سولې بهیر بې پایلې پاتې شي.

Trending

Exit mobile version