تازه خبرونه
عبدالله عبدالله د مسکو ناستې په اړه خپل دریځ په ډاګه کړ
د دوه یم ځل لپاره طالب مرکچیان او ځینې سیاسي څېرې په مسکو کې د یوه میز تر شا کیناستل؛ خو خبرو یې څرګندې پایله نلرله.
اجرائیه رییس، چې د سالم ایزدیار په دوه یم تلین کې خبرې کولې؛ دغې ناستې ته په غبرګون کې یې څرګنده کړه، چې طالبان اوس هم د جګړې دوام غواړي او دریځ یې ندی بدل شوی.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، حکومت او خلک به د خپلو حقونو د دفاع لپاره ودریږي. هغه چا، چې په دې ناسته کې د افغانستان د خلکو غږ د وروستیو پېښو په اړه راپورته کړ او ښکاره وغږیدل؛ له هغو مننه کوم. د دې بل لوري دریځ هم څرګند و او په نیتونو کې یې کوم بدلون ندی راغلی او معنا یې هم دا ده، چې پر افغانانو بیا هم مصیبت تپل کیږي.
د جنبش ملي ګوند مرستیال عبدالله قرلق وایي؛ هغوی، چې سولې شعارونه راپورته کوي په داسې حال کې، چې مونږ ورته ژمن یو. هغو د سولې هڅې د وسیلې په توګه کاروي او غواړي استبداد حاکم کړي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وایي؛ له امریکا او نړیوالو همکارانو غواړو، چې د افغانستان د خلکو سرښندنې په دې اده په نظر کې ونیسي او رښتینې هڅې وکړي. طالبان د پاکستان خبرې مني او دا پر سوله اغېز کوي.
دغه راز پاکستانيو رسنیو ویلي، چې زلمی خلیلزاد به د افغان سولې په ټپه ولاړ حالت د بدلولو لپاره د یکشنبې پر ورځ اسلام آباد ته ولاړ شي. خلیلزاد که څه هم په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو په یوه تویت کې یې د غني او عمران خان له کتنې هر کلی کړی.
هغه ویلي د پاکستان او افغانستان تر منځ ښې اړیکې به د دواړو هېوادونو له ټیکاو او سولې سره مرسته وکړي.
د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې ویلي؛ تر هغې، چې دوی خپلې موخې ته نه وي رسیدلي، جګړه به روانه ساتي.