تازه خبرونه
عبدالله، حکمتیار او نبیل د رایو بیا شمېرنې پیل شوی بهیر تحریم کړ
ټاکنو کمیسیون له شپږ ورځو وروسته څلور دېرش ولایتونو ته خپل پلاوي د رایو د بیا شمېرلو لپاره ولیږل. په دې بهیر کې به تخنیکي وسایل او کڅوړې بیا وشمېرل شي او وروسته بیا صندوق ته د توکو له اچولو وروسته د ځمکې او هوا له لارې دا توکي ولایتونو ته او بیا مرکز ته رالیږدول کیږي.
ټاکل شوې د آته زره او دوه سوه پېنځه پنځوس محلونو رای پاڼې په څلوردېرش ولایتونو کې بیا وشمېرل شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ویلي، د رایو بیا شمېرنې پیلېدو ته فني چمتووالی لري او ژر به دا بهیر پای ته ورسیږي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د محلونو د ټولو رایو له بیا شمېرنې وروسته به پاکې او ناپاکې را څرګندې او تورې به له سبینو هغو بېلې شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټاکڅارو غوښتي، چې د ټاکلي وخت له مخې د رای شمېرنې په دغه بهیر کې ګډون وکړي.
د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل ټاکنیزې ډلې، چې دا بهیر يې تحریم او ناروا ګڼلی وايي؛ تر هغې، چې د بایومتریکي رایو کره اندازه نهایي نشي؛ خپل څارونکي به د دې بهیر بیا شمېرلو ته ورونه لیږي.
د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې اعلان کړی، چې د خلکو له پاکو رایو د دفاع لپاره ټولو ولایتي څارونکیو ته لارښونه شوې، چې د قضيې تر رڼښت پورې په دې بهیر کې له ګډون ډډه وکړي.
د ښاغلي ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت او رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیزو ډلو هم د رایو بیا شمېرنه تحریم کړې ده.
د حکمتیار په مشری د سولې او اسلامي عدالت ټاکنیزې ډلې غړی همایون جریرویلي؛ تر هغې، چې د بایومتریک شویو پاکو رایو بشپړ شمېر وروستی شوی نه وي او د رایو چاڼ رامنځته نشي؛ د بیا شمېرنې بهیر نه منو.
د رحمت الله نبیل په مشری د امنیت او عدالت ټاکنیزې ډلې څارونکی مطیع الله ابراهیمزي ویلي، چې د رایو د بیا شمېرنې بهیر یوازې د یوې ټاکنیزې ډلې په ګټه دی او مونږ ته د منلو وړ ندی.
د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکیو ویلي؛ د هر هغه بهیر ملاتړ کوي، چې د کمیسیون له خوا قانوني تر سره کیږي.
د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې څارونکی فضل الرحمن عمرخېل ویلي؛ دا یو قانوني بهیر دی، چې پر ټاکلي وخت پیلیږي. دا، چې اوس پیل شوی؛ مونږ ترې ملاتړ کوو.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ څارونکي په ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه له رښتیا لیرې بولي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ څارونکی ناصر ناصر زاده څرګنده کړې؛ ټاکنو کمیسیون، چې د بیا شمېرنې نیت کړی باید لږ تر لږه د هغو محلونو بشپړ شمېر ورته معلوم وي، چې بیا شمېرل کیږي.
مخکې له دې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوه غړي ویلي وه، چې د رایو د بیا شمېرنې په بهیر کې څو ورځني ځنډ ته په پاملرنه کیدی شي، چې د لومړنیو پایلو په اعلان کې دوه یم مهالوېش هم عملي نشي. ټاکنو کمیسیون باید د تلې پر اووه ویشتمه پایلې اعلان کړې وای؛ خو د لړم درویشتمې ته يې پرېښوده، چې اوس هم دا نېټه ځنډيږي.