سیمه ییز خبرونه

عربي هېوادونو له ایران سره غونډه لغوه کړه؛ حوثیانو بیا پر سعودي عربستان برید وکړ

حوثیانو ویلي، چې دوشنبه یې د یمن پولې ته څېرمه د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې پر یوې پوځي اډې لسګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

Published

on

د خلیج عربي هېوادونو هغه غونډه له ایران سره لغوه کړې، چې ټاکل شوې وه نن دوشنبه ترسره شي او هم‌مهاله د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان نوی برید کړی دی. دا نښتې د دې لامل شوي، چې د منځني ختیځ جګړه نورو سیمو ته وغځیږي او د نړۍ د تېلو د رسولو په اړه اندېښنې زیاتې شي.

حوثیانو ویلي، چې دوشنبه یې د یمن پولې ته څېرمه د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې پر یوې پوځي اډې لسګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د الوتکو تمځایونه، رادارونه، د هوايي ډګر د الوتنو پټلۍ او د مهماتو زېرمې یې پر نښه کړي دي.

حوثیانو ویلي، دا برید په وروستیو ورځو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو د سعودي عربستان د سلګونو هوايي بریدونو په ځواب کې شوی دی.

سعودي چارواکو هم ویلي، چې په خمیس مشیط او درې نورو جنوبي ښارونو کې د لنډ مهال لپاره امنیتي خبرداري ورکړ شوی دی. دغه سیمې مخکې هم د حوثیانو د بریدونو هدف ګرځېدلې وې.

حوثیانو تېره اوونۍ په یمن کې خپل بریدونه او پرمختګونه چټک کړل او د جمعې پر ورځ یې د سره سمندرګي په خوله کې یو مهم ټاپو هم ونیولی و.

دغه راز پر همدې ورځ په یوه بل برید کې د سعودي عربستان هغه د تېلو نل‌لیکه زیانمنه او له کاره لوېدلې، چې تېل د هېواد له ختیځ څخه لویدیځ ته لېږدوي. دغه نل‌لیکه د تېلو د لېږد لپاره ډېره مهمه ده. سعودي عربستان ایران د خپلو سیمه‌ییزو ملاتړو ډلو له لارې د دې برید مسوول بولي.

د تېلو بیې لوړې شوې

د دوشنبې پر ورځ د تېلو بازارونو له پرانیستل کېدو وروسته د اومو تېلو بیې له درې سلنې ډېرې لوړې شوې.

سوداګر وايي، که د سعودي عربستان د تېلو نل‌لیکه په څو ورځو کې بېرته فعاله نه‌شي، ښايي د نړۍ د تېلو شاوخوا څلور سلنه عرضه له بازار څخه ووځي.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د نل‌لیکې ځینې برخې د اورلګېدنې له کبله زیانمنې شوې دي.

سعودي عربستان تر دې دمه نه‌دي ویلي، چې د نل‌لیکې رغول او بېرته فعالول به څومره وخت ونیسي.

ټاکل شوې وه، چې عمان د دوشنبې پر ورځ د ایران او د خلیج د عربي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي. د دې غونډې موخه د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدا په اړه خبرې اترې وې؛ دغه تنګی په نړۍ کې د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده ، چې د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د لوریو ترمنځ د هوکړې لپاره د هڅو له کبله دغه غونډه ځنډول شوې ده. ایران ویلي، چې د غونډې د ځنډ غوښتنه سعودي عربستان کړې ده.

Trending

Exit mobile version