تازه خبرونه

عزیزي او د انډونیزیا شارژډافیر د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د انډونیزیا شارژډافیر په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو پر پېژندلو ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او پرمختیا ته خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

Published

on

د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د انډونیزیا له شارژډافیر ډاکټر ننډا اوولیسټ سره ولیدل.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د انډونیزیا شارژډافیر په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو پر پېژندلو ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا او پرمختیا ته خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم په اړه هم خبرې کړي او د افغانستان او انډونیزیا ترمنځ یې پر سوداګریز توازن ټینګار کړی دی.

نورالدین عزیزي ویلي؛ د افغانستان په صنعتي، کانونو، کرنې او نورو سکټورونو کې د پانګونې فرصتونه شته او انډونیزیا هم پراخ اومه توکي لري، چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو پر همغږۍ ډېر کارونه ترسره کېدی شي.

د د دغې لیدنې پر مهال عزیزي د انډونیزیا خصوصي سکټور ته هم بلنه ورکړه، چې افغانستان ته سفر وکړي او د پانګونې له فرصتونو سره له نږدې آشنا شي.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د پانګونې فرصتونو د پېژندلو لپاره د یوې کاري ډلې پر جوړولو هوکړه وکړه.

Trending

Exit mobile version