سیمه ییز خبرونه
عمان ایران ته د هرمز تنګي د ګډ مدیریت طرحه وړاندې کړه
رویټرز د خلیجي هېوادونو د یوه باخبره سرچینې او یوه لویدیځ ډیپلوماټ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په دې طرحه کې د هرمز تنګي د ګډ مدیریت لپاره د یوه میکانیزم جوړول او له تېرېدونکو بېړیو څخه د داوطلبانه مالي مرستو ترلاسه کول شامل دي. د راپور له مخې، دا مرستې به اجباري نهوي او د سمندري خدمتونو، د چاپېریال ساتنې او د لټون او ژغورنې د عملیاتو پر لګښت به ولګول شي.
عمان هغه طرحه ایران ته سپارلې، چې موخه یې نه یوازې د خلیج د همکارۍ شورا د غړیو هېوادونو د ملاتړ غوښتنه ده، بلکې په هرمز تنګي کې د کړکېچونو کمېدا او د نړۍ په دې اوبلاره کې د بېړیو پر آزاد تګ راتګ هم ټینګار دي.
رویټرز د خلیجي هېوادونو د یوه باخبره سرچینې او یوه لویدیځ ډیپلوماټ د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې په دې طرحه کې د هرمز تنګي د ګډ مدیریت لپاره د یوه میکانیزم جوړول او له تېرېدونکو بېړیو څخه د داوطلبانه مالي مرستو ترلاسه کول شامل دي. د راپور له مخې، دا مرستې به اجباري نهوي او د سمندري خدمتونو، د چاپېریال ساتنې او د لټون او ژغورنې د عملیاتو پر لګښت به ولګول شي.
دغه راز یوه امریکايي چارواکي یو ځل بیا ټینګار کړی؛ واشنګټن د هرمز تنګي له لارې د بېړیو پر تګ هر ډول محصول یا فیس اخیستو مخالف دی او دا تنګی نړیواله اوبلاره ګڼي، چې باید د ټولو هېوادونو پر مخ له محدودیت او لګښت پرته پرانیستې وي.
همدارنګه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له ایران سره «مثبتې» خبرې روانې دي؛ خو خبرداری یې ورکړی، چې که خبرې ناکامې شي د ایران پر ضد به پوځي بریدونه بېرته پیل شي.
تهران بیا ټینګار کړی، چې له امریکا سره یې د خبرو د نوي پړاو غوښتنه نهده کړې.
د راپور له مخې؛ ایران وړاندیز کړی، چې د هرمز تنګي د بېړۍ چلونې د ځینو لارو مدیریت د ایران او عمان ترمنځ ووېشل شي او د دې اوبلارې بشپړ کنټرول د هیڅ یوه هېواد په واک کې نهوي. ویل کېږي دا طرحه د مالاکا تنګي له اوسني میکانیزم سره ورته والی لري.
په همدې حال کې د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه مجازي ناسته کې د سیمې پر وروستیو بدلونونو او په هرمز تنګي کې د امنیت او د بېړۍ چلونې د آزادۍ د خوندي ساتلو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
دغه راز ایراني دولتي رسنیو راپور ورکړی؛ د دې هېواد د وسلهوالو ځواکونو ګډې قومندانۍ هغه امریکايي وړاندیز رد کړی، چې له مخې یې د بېړیو د احتمالي زیان جبران د ایران له کنګل شویو شتمنیو څخه وشي.
ایران خبرداری ورکړی: هر هېواد یا شرکت، چې دا ډول میکانیزم ومني؛ د هرمز تنګي له لارې د تګ راتګ له محدودیتونو سره به مخ شي.
په ورته وخت کې د سرې بحیرې په سیمه کې هم ترینګلتیا روانه ده.
د یمن حوثیانو ادعا کړې؛ یوه سعودي تېللېږدوونکې بېړۍ یې د بالسټیک توغندیو پر مټ ویشتې، چې که تایید شي د انرژۍ د لېږد د لارو د امنیت په اړه اندېښنې به نورې هم زیاتې کړي.
په نړیوالو بازارونو کې بیا د امریکا له لوري د ایران پر ضد د هوايي بریدونو د درولو له اعلان وروسته د تېلو بیې راټیټې شوي او د برینټ تېلو بیه له پېنځه سلنې ډېره راکمه شوې ده.