تازه خبرونه
عمران خان له افغانانو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ
په ایکس پاڼه کې خپور شوی پیغام څرګندوي؛ هغه د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ته یو واضح پیغام لیږلی او ټینګار یې کړی، چې “په هیڅ حالت کې” باید پدې ایالت یا قبایلي سیمو نور پوځي عملیات ونشي.
د پاکستان تحریک انصاف بنسټوال او پخواني لومړي وزیر عمران خان د یکشنبې پر ورځ خبرداری ورکړ، چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې باید ل هر راز نويو پوځي عملیاتو څخه ډډه وشي او پرځای یې باید د سیمې او ګاونډ هېواد افغانستان له خلکو سره خبرې وشي.
په ایکس پاڼه کې خپور شوی پیغام څرګندوي؛ هغه د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ته یو واضح پیغام لیږلی او ټینګار یې کړی، چې “په هیڅ حالت کې” باید پدې ایالت یا قبایلي سیمو نور پوځي عملیات ونشي.
هغه زیاته کړې: “کله، چې د پوځ او خلکو ترمنځ جګړه وي؛ نو پوځ تر ټولو ډېر زیان ویني.”
عمران خان لیکلي:”پوځي عملیات هیڅکله حل ندی. ستونزې باید له سیمهییزو دودونو او کلتور سره سم د خبرو اترو له لارې حل شي.”
هغه له افغانستان سره د اړیکو د ښه کولو غوښتنه کړې او دا یې یو “مسلمان ګاونډ” وباله، چې ټولې مسلې باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
هغه د پاکستان له اوسني حکومت سره هم خپل مخالفت بیا څرګند کړ او له خپلو ملاتړو یې وغوښتل، چې د زمري پر څوارلسمه / د اګست پر پېنځمه د “رښتینې ډیموکراسۍ بېرته راګرځولو” لپاره په نوي اعتراضي لاریون کې سړکونو ته راووځي.
هغه د زمري د درویشتمې / د اګست د څوارلسمې (د پاکستان د خپلواکۍ ورځ) تاریخي اړتیا ته هم په نغوته کې ټینګار وکړ، چې: “لکه څنګه، چې مونږ په ۱۹۴۷ کال کې له استعماري واکمنۍ آزاد شوو؛ اوس مونږ له داسې وضعیت سره مخ یوو، چې له تېرې غلامۍ هم بدتر حالت دی.”