سیمه ییز خبرونه

غزني به ۲۰۱۳ كال د اسلامي هېوادونو د تمدن او فرهنگ پلازمينې لقب ته چمتو نشي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د غزني يو شمېر اوسېدونكي او فرهنگيان د لرغونو آثارو د بيا رغاونې كارونه بي كېفېته بولي. د دوى په وېنا د غزني د پخواني ښار يو څلى، چې تېر كال نړېدلى وو، د بيا رغاونې په حال كې بيا را ونړېد، خو د غزني د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس وايې، دا څلى نړېدلى نه دى، بلكې د بيا رغاونې په پروسه كې د ځينو نيمگړتياو له امله دوى ويجاړ كړ.

د غزني ښار يو شمېر اوسېدونكي دې ته اندېښمن دي، چې په لنډه موده كې به د دوى ولايت د ۲۰۱۳ كال لقب ته چمتو نه شي.

په پام كې ده په دې كال كې غزني د اسلامي هېوادونو د تمدن او فرهنگ د پلازمينې په توگه ونومول شي.

غزني ښاريان وايې، كه په پخواني ښار كې د اطلاعاتو او فرهنگ رياست يو څلى نړولى وي، د بيا رغاونې په پروژو كې د ټيټ كيفيت كارونو څرگندونه كوي.

خو د غزني د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس حميدالله سروري وايې:

د لرغونو آثارو د بيا رغاونې چاره د فني او مسلكي انجنيرانو تر څار لاندې پر مخ ځي.

په همدې حال كې په ولسي جرگه كې د غزني استازي خدا داد او علي اكبر قاسمي هم د  ۲۰۱۳ كال  مراسمو ته د غزني د نه چمتو كېدو په باب اندېښنې لري.

دا په داسې حال كې ده، چې ۲۰۱۳ كال ته هم د گوتو په شمېر ورځې پاته دي.

Trending

Exit mobile version