سیمه ییز خبرونه
غزني والي، د بيا رغونې په هيله بلخ ته سفر وكړ
غزني والي د دغه ښار د بيارغونې په هيله بلخ ولايت ته سفر وكړ او د”افغانستان په غزني كې او غزني په افغانستان كې كړنلارې “تر سرليك لاندې د بلخ ولايت له چارواكو د مرستې غوښتونكي شو.
ټاكل شوې، چې غزني ولايت به په نوي كال كې د اسلامي نړۍ د فرهنگي مركز په توگه نړيوالو ته وروپېژندل شي.
د غزني والي موسى خان اكبر زاده وايي:
د غزني ښار د بيارغونې لپاره ۲۲۰ ميليون دالرو ته اړتيا وه، خو تر اوسه يوازې ۳۰ ميليون دالر پرې لگښت راغلى دى.
د نوموړي په وينا، د غزني ښار په بيا رغونه كې د مركزي حكومت نه همكارۍ؛ د لاس لاندې كړنلارې پلي كولو ته اړ كړو. موږ غواړو، چې د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه وكړو، له چارواكو او سوداگرو مرستې وغواړو.
د غزني ولايت والي زياته كړه:
تر دې دمه مو شپږ ولايتونو ته سفر كړى او د مرستې لپاره په كې د چمتوالي ډاډ څرگند شوى دى.
ښاغلي اكبرزاده څرگنده كړه:
اوسمهال د غزني ولايت سړكونه د روښانه كيدو لپاره لمريزو څراغونو ته اړتيا لري.
د بلخ والي د ملي سوداگرو په ملاتړ د اسلامي تمدن د مركز د سړكونو په روښانولو كې د مرستې بشپړ ډاد څرگند كړ.
د ديني زده كړو لوى پوهنتون، چمنونه، د ناستې لپاره سالونونه، د ليدونكيو لپاره درې ستوريز هوتلونه او نوي كال ته د غزني د چمتوكولو په موخه په ټول ولايت كې د غزني په لوگو د رنگ شويو دروازو لگول هغه كاري پروژې دي، چې بايد تر نندارې بشپړې شي.