بی بی سی پښتو

غزني کې د طالبانو لخوا موټر بم برید کې “۷ سرتېري وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي”

Published

on

BBC
د چاودنې له ځای لوخړې پورته کېږي اوشاوخوا نږدې کورونو او ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

د افغانستان مرکزي ولایت غزني کې د دوشنبې په سهار( د مۍ ۱۸) د غزني ښار اسلامي ثقافت مرکز کې د ملي امنیت ځانګړې قطعه باندې موټر بم چاودنه شوې ده.

وسلوالو طالبانو د دې موټر بم برید مسوولیت منلی دی.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وايي، دې پېښه کې ۷ سرتېري وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي، خو ولس ته مرګ ژوبله نه ده اوښې.

د نوموړي په خبره، د ۸ ټبیانو روغتیايي حالت نازک دی، خو نور برسېرن ژوبل دي. د هغه په خبره، د چاودنې له امله تر دوو کیلومترو د کورونو، دفترنو او تجارتي مرکزونو شیشې ماتې شوې دي.

خو په ورته وخت کې د ولایتی شورا یوې سرچینې ویلي د زخمیانو او مړو شمیر زیات دي. دا سرچینه وايي، یو شمیر زخمیان په چورلکه کې کابل ته لیږدول شوي دي.

سیمه کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزی وايي، د پېښې ځای د ملي امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده چاته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د مړو سوځولو ادعا:

BBC
امنیتي ځواکونه د پېښې شاوخوا سیمه کې ولاړ دي.

د والي ویاند جمعه زاده وایي د غزني د جغتو ولسوالي په لاره د قیاق درې کې د طالبانو د یوه کمین کې دوه پولیس او درې ولسی وګړوي هم وژل شوي دي.

نوموړی وایي، دا کسان په یو سراچه ډوله موټر کې له مالستان ولسوالي څخه د غزني ښار په لورې روان وو ، او له وژل کیدو او وروسته یې مړي سوځول شوي دي.

ښاغلی جمعه زاده همدا راز وايي چې په ده یک ولسوالۍ کې دوه موټرسایکل سپاره د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملي امنیت پر ځانګړې قطعه د موټر بم برید مسوولیت منلو سره وایي، چې لسګونو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده، خو غزني کې د نورو پېښو په اړه یې څه نه دي ویلي.

طالبانو تېره پنجشنبه په ګردېز ښار کې له موټر بم برید وروسته وویل، دا برید یې د ولسمشر غني دریځ ته ځواب و.

په کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازه له بریدونو وروسته- چې طالبانو پکې لاس لرل رد کړي دي- خو ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو بیا هم دا ډله د ورته بریدونو مسووله وبلله او له افغان ځواکونو یې وغوښتل چې د دفاعي په ځای یرغلیز حالت غوره کړي.

Trending

Exit mobile version