تازه خبرونه

غني او عبدالله د یوه پلاوي پر مشرۍ د بایډن لیدو ته روان شول

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۳, ۱۴۰۰)

د ولسمشرۍ ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر محمداشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر، تېر ماسخوتن د یوه لوړ پوړي حکومتي پلاوي په مشرۍ امریکا ولاړ.

ارګ وايي؛ دی به د سفر په بهیر کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن، د هغه هېواد یو شمېر نورو لوړپوړیو دولتي چارواکو، د کانګرس او سنا غړیو او یو شمېر اغېزمنو شخصیتونو سره په بېلابېلو کتنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي څپرکي د دوام، ډيپلوماټیکو اړیکو د پياوړتیا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزه او له افغانستان سره په اقتصادي او انکشافي برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.

له ولسمشر سره په دې سفر کې د لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې مشر وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر په ګډون ۲۱ کسان ملتیا کوي.

د ملي پخلاینې عالی شورا د مشر عبدالله عبدالله دفتر په ډاګه کړې، چې عبدالله عبدالله به د بایډن، نورو امریکایي چارواکو او قانون جوړوونکیو سره وګوري؛ د اوسنيو او راتلونکيو اړیکو، ژمنتیاوو او د سولې پر اړوند مسلو به په پراخه کچه خبرې وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم ويلي، چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې د اشرف غني پر مشرۍ له پلاوي سره امریکا ته سفر کړی، چې په افغانستان کې به د بشري حقونو پر وضعیت وغږیږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون زیاته کړې، چې نوموړې به هېواد ته د بشردوستانه مرستو او بشري حقونو د مدافعینو او مدني ټولنې پر ملاتړ خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، چې د سپټمبر تر میاشتې به د ځواکونو د ویستلو وخت بدل نشي او د جمعې پر ورځ به د بایډن او غني ترمنځ خبرې په راتلونکي کې له افغان حکومت سره پر کار کولو او ژمنو راوڅرخي.

دا سفرله هغې وروسته تر سره کیږي، چې سپینې ماڼۍ وویل: ولسمشر جو بایډن به د روان کال د جون پر  ۲۵ په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته ښه راغلاست ووایي.

Trending

Exit mobile version